هیدر بار: بهرنی دیپلوماتان د افغان ښځو غږ نه اوری
هیدر بار: بهرنی دیپلوماتان د افغان ښځو غږ نه اوری

خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې پر بهرنیو ډیپلوماتانو نیوکه کړې چې د افغان ښځو غږ نه اوری. هیدر بار دا خبره په کابل کې د طالبانو له خوا د شپږو افغان ښځینه فعالانه د موقتی بندیانېدو په غبرګون کړې ده. مېرمن بار ویلی، ډیپلوماتان د هغو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې پر بهرنیو ډیپلوماتانو نیوکه کړې چې د افغان ښځو غږ نه اوری.

هیدر بار دا خبره په کابل کې د طالبانو له خوا د شپږو افغان ښځینه فعالانه د موقتی بندیانېدو په غبرګون کړې ده.

مېرمن بار ویلی، ډیپلوماتان د هغو فعالانو غږ چې له بهر یې پورته کوی په بېلابېلو پلمو نه اوری.

اخوا د افغانستان د پخوانی پارلمان یوې غړې مریم سلیمانخېل هم نیوکه کړې چې د هغې په خبره په بهر کې د طالبانو خواخوږی د افغان ښځینه فعالانو غږ نه اوری او په افغانستان کې دننه هم خاموشه یا له طالبانو په وېره کې دی.

اغلې مریم سلیمانخېل ویلی، هر ځای چې وی هره مېرمنه باید د افغان ښځو په ملاتړ غږ پورته کړی.

د راپورونو له مخې د طالبانو ځواکونو چې اټکل کېږی د دوی د استخباراتو کارکوونکی به وو د کابل له خیرخانې سیمې لږ تر لږه شپږ ښځینه فعالانې د یکشنبې په شپه ونیولې.

دا ښځینه فعالانې د راپورونو له مخې له څو ساعته زندان وروسته په دې شرط خوشې شوی چې بیا به د اعتراض نه کوی او غونډې به نه جوړوی.

 

خبرگزاری زنان افغانستان