په بدخشان کې یوه ځوان ځان وژنه کړې ده
په بدخشان کې یوه ځوان ځان وژنه کړې ده
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په بدخشان کې یوه شل کلن ځوان د موږکانو د زهرو په خوړلو ځان وژلی دی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په بدخشان کې یوه شل کلن ځوان د موږکانو د زهرو په خوړلو ځان وژلی دی.

دغه ځوان چې فردوس نومېد، د سې‌شنبې په ورځ د غویی په ۴مه د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله خپل ژوند پای ته ورساوه.

د بدخشان ولایت طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

کورنی تاوتریخوالی، وزګارتیا، تنګو حالات او فقر له دې مخکې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګڼو اوسېدونکو د ځان وژنې لاملونه بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې یو بل ځوان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې په لسمه ناحیه کې هم ځان په دار ځړولى و.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس