تلویزیون نړیواله ورځ:د ختیځ زون په انځورېزو رسنیو کې ښځینه کارکونکې د پردې ترشا خپلې دندې ترسره کوی   
تلویزیون نړیواله ورځ:د ختیځ زون په انځورېزو رسنیو کې ښځینه کارکونکې د پردې ترشا خپلې دندې ترسره کوی   

خبرگزاری زنان افغانستان: نن دنومبر یوشتمه چې د تلویزیون نړیوالې ورځې په توګه په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږی چې په افغانستان په ختیځ زون انځورېزو رسنیو کې هیڅ ښځینه کارونکې نشته چې د سکرین پرمخ ظاهره شی او خپرونې وړاندې کړی. نادیه مومند چې په جمهوری رژیم کې یې د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: نن دنومبر یوشتمه چې د تلویزیون نړیوالې ورځې په توګه په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږی چې په افغانستان په ختیځ زون انځورېزو رسنیو کې هیڅ ښځینه کارونکې نشته چې د سکرین پرمخ ظاهره شی او خپرونې وړاندې کړی.

نادیه مومند چې په جمهوری رژیم کې یې د انعکاس تلویزیون کې د خپرونو وړاندې کوونکې په توګه کارکاوه په انځورېزو رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت اونشتون پررسنیو دطالبانوڅار او محدودیتونه یادوی،هغه وایی”

“په جمهوری دورې کې ښځینه و ژورنالیستانو د تلویزیون په پرده ډېرې ښې خپرونې وړاندې کولې او په رسنیز ډګر کې یې ښه فعالیتونه درلودل اوس وخت کې د سکرین په پرده نه څرګندېږی ترشا یې لامل دطالبانو لخواپررسنیو لګېدلی محدودیتونه دی چې له امله یې کورنۍ خپلې لورګانو ته اجازه نه ورکوی چې د سکرین په پرده کار وکړی ځکه کورنۍ یې وېره لری چې د کوم خطریاتهدید سره به مخ شی یا ترې داسې کوم الفاظ ونه کارول شی چې ددې د مرګ سبب شی”

د نادیې په وینا په خپرونو کې د نارینه او ښځینه ګډې خپرونې، د ښځینه پریزنټرې سره په خپرونه کې نارینه میلمه باندې بندیز،سانسوراو نور محدودیتونه په شرقی زون کې د ښځینه تلویزیونی کارکوونکو نشتون لاملونه دی او په خبره یې وخت ناوخت د بېلابېلو دولتی مرجع لخوا ورته د سختو اصولو سپارښتنې کېږی چې له امله یې په رسنیو کې د ښځینه ژورنالیستانو حضور کمرنګه او په تشت حساب شوى دى.

هغه زیاتوی”وخت ناوخت د بېلابېلو دولتی مرجعو لکه اطلاعاتو کلتور ریاست،امربالمعروف ریاست لخوا رسنیو ته سپارښتنې کېږی چې د ښځینه و او نارینه باید جلا خپرونې وړاندې کړی،ښځینه سټوډیو باید بېله وی،ښځینه تخنیګرانې ولری،دوى باید ماسک وکاروی،نارینه میلمه باید ونه لری.او د اسلامی امارت لخوا چې کوم اصول او فرمان دوى لپاره صادرېږی باید پلی شی او د رسنیو مشران لدې وېرې چې رسنۍ یې وربندې نشی نو یاد محدودیتونه پلی کوی چې د ښځینه ژورنالیستان حضور یې په رسنیو کې ټکنى کړى دى.”

یوه بله ژورنالیسته چې د نوم له تشرولو یې ډډه کوله وایی پخوا یې تلویزیونی خپرونې پرمخ وړلې خو دطا.لبانو حکومت سختدریځی او پر رسنیو د زیاتېدونکو محدودیتونو له امله یې دنده پرېښې ده.هغه زیاتوی”پخوا مو تلویزیونی خپرونې پرمخ وړلې خو اوس مې همکارانې څه له وطن څخه تللی،ځینو یې دنده یې پرېښې ده،اوس یوازې زمونږ څو تنه همکارانې شته چې یوازې ځینی راپورونه پخپل غږ ثبت کوی چې د تلویزیون څخه خپرېږی خو پر سکرین دځان څرګندولو څخه ډډه کوی” هغه هیله لری که له رسنیو وضع شوی محدودیتونه لرې شی او رسنۍ خپله خپلواکی ترلاسه کړی نو یوځل بیا به خپله دنده پرمخ یوسی.

په ننګرهار کې د ژورنالیستانو خوندیتوب کمېټې مشرې شیما صدیقی په دې اړه د افغان ښځو خبری آژانس ته وویل”د تېررژیم پرمهال په شرق او انعکاس تلویزیون کې ویاندویانې وې چې اوس مهال په انځورېزو رسنیو هیڅ ښځینه ژورنالیسته نه لرو چې د نشتون دلایل یې امنیتی ستونزې او ګواښونه دی.دا وخت د راډیو ښځینه کارکوونکې ډارېږی چې له ستونزو سره مخ شی”

هغه وایی که چیری حکومتی چارواکو سره په دې اړوند خبرې وشی او قناعت ورکړل او ویې منی ممکن د ښځینه کارکونکو شمېر زیات شی.

هغې په وینا د رسنیو د یو ملاتړې بنسټ په توګه یې ددې لپاره عدالت غوښتنه کړې او لا هم اړینه ده چې نور داخلی او نړیوال بنسټونه چې د ژورنالیستانو د ملاتړ په برخه کې کار کوی، کار وکړی دا موضوع حل کېږی.

نى د نن د تلویزیون د نړیوالې ورځې په توګه په یوې اعلامیې له مخې د رسنیو په ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلی دی چې د تېرو دوو کالو راهیسې ۵٢سلنه انځورېزې رسنۍ د اقتصادی ستونزو اود طالبانو لخوا د پردوى د زیاتېدونکو محدودیتونو له امله تړل شوې دی.

د تلویزیون نړیواله ورځ په ١٩٩۶م کال د نومبر ٢١مه د تلویزیون نړیوالې ورځ په نوم ونوموله چې موخه یې ترې د تلویزیونی خپرونو چې د سولې،ټولنیزې،سیاسی او فرهنګی مسایلو د پراختیا او پیاوړتیا یاده کړې وه.