د تورخم دروازه د سوداګریزو موټرو پرمخ وتړل شوه
د تورخم دروازه د سوداګریزو موټرو پرمخ وتړل شوه

ننګرهار کې طالب چارواکی وایی، پاکستانی لوری یو ځل بیا د تورخم دروازه د بار وړوونکو موټرو پر مخ تړلې ده د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشی بدلون وایی، دغه لار نن د پاکستان له لوری د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. نوړموړی زیاتوی، چې د پاکستان […]

ننګرهار کې طالب چارواکی وایی، پاکستانی لوری یو ځل بیا د تورخم دروازه د بار وړوونکو موټرو پر مخ تړلې ده

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشی بدلون وایی، دغه لار نن د پاکستان له لوری د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

نوړموړی زیاتوی، چې د پاکستان له لوری د تورخم لارې د تړل کېدو لامل د افغان موټر چلوونکو سره د پاسپورټ او ویزې نه لرل دی.

د هغه په خبره چې دوی هم په غبرګون کې له پاکستانی موټر چلوونکو ورته غوښتنه کړې او اوس په دواړو خواوو کې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند دی.

له دې څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان سرحدی چارواکو له یو بل څخه غوښتی وو، چې د دواړو هېوادونو د بار وړونکو موټرو چلوونکی باید پاسپورتونه او ویزې ولری.