د تورخم دروازې تړل او پاکستان ته د تلوونکو ناروغانو کړاو
د تورخم دروازې تړل او پاکستان ته د تلوونکو ناروغانو کړاو

څه کم دوه اوونۍ پوره کیږی چې د تورخم دروازه د باروړنکو موټرو سربیره د هغه ناروغانو پرمخ تړل شوې چې پاسپورټ او د پاکستان ویزه نه لری. اوسمهال د تورخم دې غاړې ته لسګونه ناروغان په یخه هوا کې له څه مودې راهیسې د دروازې د خلاصېدو په تمه ناست دی. د کونړ اوسیدونکی […]

څه کم دوه اوونۍ پوره کیږی چې د تورخم دروازه د باروړنکو موټرو سربیره د هغه ناروغانو پرمخ تړل شوې چې پاسپورټ او د پاکستان ویزه نه لری.

اوسمهال د تورخم دې غاړې ته لسګونه ناروغان په یخه هوا کې له څه مودې راهیسې د دروازې د خلاصېدو په تمه ناست دی.

د کونړ اوسیدونکی نبی الله چې مور یې په سرطان ناروغۍ اخته ده وایی، د تورخم له لارې پاکستان د تلوونکو ناروغانو کمیسیون له لوری یې «ټوکن» هم ترلاسه کړی، خو نن یې اتمه ورځ ده چې د پاکستانی لوری ورته د تګ اجازه نه ورکول کیږی.

نبی الله زیاته کړه:«مور مې په سرطان ناروغۍ اخته ده، هره میاشت یې پاکستان ته د درملنې لپاره وړم، خو اوس توکن هم لرم خو بیا هم راڅخه پاکستانی پولیس پاسپورت او ویزه غواړی دلته ناروغ لرونکی خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دی له پاکستانی او طالب چارواکو د لارې خلاصیدو غوښتنه کوو.»

د کابل اوسیدونکی میر زمان چې میرمن یې هم په ورته ناروغۍ اخته ده وایې، له څو ورځو راهیسې پر تورخم د اوښتو کوښښ کوی خو لا هم پاکستان ته په تګ نه دی بریالی شوی.

هغه وایی پاکستانی پولیس ترې له دې لارې د تېرېدو لپاره وېزې او پاسپورټونه غواړی.

میر زمان زیاتوی:« له دې مخکې ډیر ځلې د ټوکن په وسیله پاکستان ته د خپلې میرمنې درملنې په موخه تللی یم، خو اوس پاکستانی عسکر پاسپورټ او ویزه غواړی چې له امله یې دلته ناروغان له ډیر بد وضعیت سره مخ دی مونږ د تورخم لارې د خلاصیدو غوښتنه کوو.»

د نوموړی په وینا پاکستان ته د تګ لپاره افغانانو ته د پاسپورټونو او ویزو لرل پاکستان ته تګ لپاره حتمی شرط ایښودل شوی.

بلخوا طالب چارواکو ویلی چې د تورخم لارې د خلاصیدو په اړه یې له پاکستانی چارواکو سره خبرې بې پایلې شوی دی.