رینا امیری: په افغانستان کې د ښځو لپاره ټولیز او قوی ملاتړ ته اړتیا ده
رینا امیری: په افغانستان کې د ښځو لپاره ټولیز او قوی ملاتړ ته اړتیا ده

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری وایی، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په اړه یې د بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو او افغانانو له لسو استازو سره خبرې کړې دی. مېرمن امیری تېره شپه په ایکس چینل یا خپل پخوانی ټویټر […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری وایی، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په اړه یې د بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو او افغانانو له لسو استازو سره خبرې کړې دی.

مېرمن امیری تېره شپه په ایکس چینل یا خپل پخوانی ټویټر اکاونټ کې لیکلی، چې د طالبانو د تاوتریخوالی په دوام سره په افغانستان کې د ښځو لپاره د پراخ او قوی ملاتړ اړتیا احساسېږی.

اغلې امیری په دې پیغام کې نه دی ویلی، چې د دې کتنو پر مهال دې له چا سره په ځانګړی ډول لیدلی دی.

طالبانو پر افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو پر زده کړو، روزنې او کار بندیز ولګاوه، چې د بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو له نیوکو سره مخ شو.

خبرگزاری زنان افغانستان