له شپږم ټولګي وروسته د کندهار د نجونو نا معلوم تعلیمي راتلونکی
له شپږم ټولګي وروسته د کندهار د نجونو نا معلوم تعلیمي راتلونکی

د روان تعلیمي کال په تېرېدو سره لاهم په کندهار کي ښځینه ښوونځیو تړلي دي او زرګونه ښځینه زده کوونکي له زدکړو څخه بې برخي دي. د کندهار یو شمېر ښځینه فعالاني  وايي چي اسلامي امارت باید خپلي ژمني پرځای کړي او ژر تر ژره د ښځو پر مخ د ښوونځیو دروازي خلاصي کړي. دغه […]

د روان تعلیمي کال په تېرېدو سره لاهم په کندهار کي ښځینه ښوونځیو تړلي دي او زرګونه ښځینه زده کوونکي له زدکړو څخه بې برخي دي.
د کندهار یو شمېر ښځینه فعالاني  وايي چي اسلامي امارت باید خپلي ژمني پرځای کړي او ژر تر ژره د ښځو پر مخ د ښوونځیو دروازي خلاصي کړي.
دغه ښځینه فعالانی چی نه غوشتل نومونه یی یاد سی, وايي دکندهار ښځینه زده کونکي په یو نامعلوم سرنوشت او حالت کي ژوند کوي.
د دوي په خبره نه یوازي د ښوونځيو دروازې د ښځینه زده کوونکو پرمخ تړلي, بلکي په دفترونو او نور کار ځایونو کی هم ښځینه کارکوونکي نسته چي پدې برخه کي تراوسه اسلامي امارت اقدام ندی کړی.
دغه فعالانو په ټینګار سره وویل چي نور دغسي نامعلوم سرنوشت ورته دمنلو نه دی او وايي که چیري اسلامي امارت ژر تر ژره ښوونځۍ خلاصي نه کړي نو دوې به دخپل بشري حق ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه وکړي ترڅو د ښځو پر مخ هر ډول تعلیمي او کاري دروازي خلاصیږي.