له پاکستانه راستنېدونکی افغانان د هیواد د پرمختګ لپاره ستونزه که فرصت؟
له پاکستانه راستنېدونکی افغانان د هیواد د پرمختګ لپاره ستونزه که فرصت؟

پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳کال په وروستیو میاشتیو کې له دغه هیواد څخه ورکډوال شویو بې اسناده افغانانو دویستلو پرېکړه وکړه. ددوى دا پرېکړه ډېره بېړنۍ وه چې پراساس یې پاکستانی پولیسو په جبر او زور زیاتی سره یاده پرېکړه عملی کوله. او له پیل څخه تر نننه یې په زرګونو افغانان چې اسنادو لرونکی […]

پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳کال په وروستیو میاشتیو کې له دغه هیواد څخه ورکډوال شویو بې اسناده افغانانو دویستلو پرېکړه وکړه.

ددوى دا پرېکړه ډېره بېړنۍ وه چې پراساس یې پاکستانی پولیسو په جبر او زور زیاتی سره یاده پرېکړه عملی کوله.

او له پیل څخه تر نننه یې په زرګونو افغانان چې اسنادو لرونکی هم وو اخراج کړل،چې افغانستان ته په راستنېدو ډیرى ستونزو سره مخ شول چې ددوى پر ژوند یې ګڼې اغېزې وکړې.

هغه ستونزې،چې دوى ورسره مخ دی:

اقتصادی ستونزې:دا چې ځینی افغانان له پخوا پاکستان کې میشت شوی و او ځینې آن همالته زېږیدلی و نوله ډېرو کلونو وروسته په داسې حال کې خپل هیواد ته راستانه شول چې نه یې د اوسېدو لپاره ځمکه درلوده او نه یې د خوراک لپاره کومه منبع; څو درې وخته خواړه په مړه ګېډه وخوری.

له بل لورې ددوى شتمنیو انتقال ته پاکستان حکومت لخوا اجازه نه ورکول کېده آن د فرضی کرښې څخه دڅارویو انتقال ته یې هم اجازه نه ورکوله.

له بل لوری ددوى لپاره کاری فرصتونه نه و برابر شوی څو وکولى شی د کار کولو په بدل کې معاش واخلی او خپل مصارف پوره کړی.

لومړینو خدمتونو ته نه لاسرسى:له پاکستانه راستانه شوی افغان لومړینو خدمتونو ته لکه پاکو اوبو،برېښنا،استوګنځاى،روغتیایی خدمتونو ته لاسرسى نه لری چې په ژوند یې منفی اغېزې

کړی او لا هم ورسره مخ دی.

تعلیمی ستونزې:هغه راستاته شوی کډوال چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راستانه شوی دی ددوى له اولادونو پاکستان کې زده کړې نیمګړې پاتې شوی چې ترڅو د افغانستان په ښوونځیو کې شاملېږی نو وخت نیسی. او له ځینیو یې ښوونځی په لرې فاصلو کې موقعیت لری چې نشی کولى دا تعلیمی کال جبران کړی.

په تعلیمی برخه کې بله ستونزه چې دوى ورسره مخ دی هغه د تعلیمی نصاب توپیر دى.

هغه افغان زده کوونکو چې په پاکستان کې یې زده کړې کړی او افغانستان ته په راتګ ترې زده کړې نیمګړې پاتې دی دوى هلته په اردو ژبې درس ویلى چې دلته د پښتو یا هم دری ژبې تدریس او لوستلو سره بلد نه دی چې دا تر ټولو لویه ستونزه ده چې دوى ورسره مخ دی.

قانونی مسایل:هغه افغانان چې ډېر وخت یې په پاکستان کې تېر کړى زیات یې قانونی اسناد(تابعیت کارت،هویت پاڼه،د ملکیت سند،نکاح خطونه،زېږدو کارت) نه لری نو نشی کولى چې آن مرستو ته لاسرسى ولری په ځانګړې توګه ښځې لدې ستونزو ډېر رنځ وړی.

هغه ښځې چې د نارینه سرپرست نه لری او د کور سرپرستی ددوى ترغاړې ده د مرستو ترلاسه کولو کې د تذکرې نه لرلو له امله له ستونزو سره مخ دی.

د راستانه شویو افغانانو ستونزو د حل لپاره افغان سرپرست حکومت ته لازمه ده چې تدابیر ونیسی او غوره پلانونه جوړ او عملی کړی څو راستانه شوی افغانان دهیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره د ننګونې پرځاى په فرصت بدل شی.

ځکه یاد افغانان د بېلابېلو وړتیاوو،مهارتونو درلودنکی دی او کولى شی د خپل کار له طریقه هیوا او هیوادوالو ته خدمت وکړی.

راستانه شوی افغانان څنګه د هیواد آبادۍ لپاره په فرصت بدلېداى شی؟

راستانه شوی کډوال د بشری کاری ځواک په توګه د خپلو وړتیاوو په کارونې کولى شی هم خپله کار وکړی او هم نورو لپاره د کار ایجاد کړی خو که چیری سرپرست حکومت ددوى لپاره کاری فرصتونه رامنځته کړی،ددوى کوچنی کاروبار ملاتړ وکړی،دمتشبثینو ملاتړ وکړی،حرفوی زده کړو پروګرامونه ورته جوړ کړی او داسې پروژې پلی کړی چې پراساس یې دوى ته کاری مصروفیت پیدا کړی،څو د جرم مرتکب ونه ګرځی او عامه امنیت ته ګواښ ونه ګرځی.

همدا رازپه ښوونځیو او تعلیمی مرکزونو کې د دوى د شاملولو لپاره کار وکړی،څو له زده کړو لرې پاتې نشی.

ددوى لپاره لومړنی خدمتونو لکه پاکو اوبو،برېښنا،ټرانسپورټ،قانونی اسنادو او صحی خدمتونو ته لاسرسی برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړی،څو د باعزته او با وقاره ژوند څخه برخمن شی.

دوى ته کورونه جوړ کړی،بې ځمکو خلکو ته ځمکې وویشی څو سرپنا چې ددوى لومړنۍ او اساس اړتیااو حق دى لاسرسى ولری.

همدا راز هغه کمپونو کې چې ددوى لپاره جوړ شوی دی امنیت یې ونیسی او هریوه کورنۍ په دقت سره ثبت کړی څو د کډوالو په نوم د هیواد دښمنان افغانستان ته داخل نشی،امنیت احلال نکړی او ستونزې جوړې نکړی.

نړیوالې مرستې په سمه توګه مدیریت شی څو له کډوالو پرته یې بل څوک ترلاسه نکړی او کډوالو ته داسې پروګرامونه چمتو او پلان شی چې ګټه یې اوږدمهاله وی څو هم د کډوالو د ژوند ښه والی لپاره هم د افغانستان د آبادۍ لپاره اغېزمن اوګټور تمام شی.