سیمه ییزو سرچینو په کابل کې د وردګو د تخنیکی انستیتوت د یوه استاد د وژل کېدو خبر ورکړل.
د عبدالرحمن په نوم دغه ښوونکی د جمعې ورځې په شپه د ورى په ١٧مه د کابل په شمال کې د کلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
نوموړی د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د درانی کلی اوسېدونکی و. د دغه ښوونکی د وژنې انګېزه او عاملانو تر اوسه نه دی په ګوته شوی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی.
په هیواد کې د مرموزو او هدفی وژنو وروستی زیاتوالی په داسې حال کې اندیښنې راپارولی دی چې طالبان په هیواد کې د ټولیز امنیت د تامینولو ادعا کوی.
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان