ننګرهار: په لرو پرتو ولسوالیو کې خلک د اقتصادي ستونزو له امله د کم عمره لوڼو ودونه کوي
ننګرهار: په لرو پرتو ولسوالیو کې خلک د اقتصادي ستونزو له امله د کم عمره لوڼو ودونه کوي

په ننګرهار کې خلک د کاروبار د خرابیدو او مالي ستونزو د زیاتیدو له امله په کور ناستې کوچنۍ لوڼې په نکاح ورکوي چې په بدل کې یې په اخیستل شوي ولور خپل ژوند پرمخ وړي. د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکي چې خپل نوم یې نه ښوده خبرګذاري زنان ته ویلي چې هغه خپله وړه لور […]

په ننګرهار کې خلک د کاروبار د خرابیدو او مالي ستونزو د زیاتیدو له امله په کور ناستې کوچنۍ لوڼې په نکاح ورکوي چې په بدل کې یې په اخیستل شوي ولور خپل ژوند پرمخ وړي.

د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکي چې خپل نوم یې نه ښوده خبرګذاري زنان ته ویلي چې هغه خپله وړه لور ځکه په نکاح ورکړې چې د کور د غړو تعداد یې کم شي. هغه ویل” که نور څه نه وي د خسر کور کې خو به په مړه خیټه ډوډۍ وخوري ، د هغې له ولور یو څو افغانۍ راپاتې دي کور به پرې روان ساتو“.

نوموړي ویل چې یو وخت یې په تورخم ښارګوتي کې لاس ګاډۍ چلوله چې اوس یې کار خراب شوی دی. د کور مصرف نشي پوره کولی.

د تېر یوکال راهیسې د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر ننګرهار کې هم د بیکارۍ له امله خلک ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې د خلاصي لپاره یې بیلابیلې لارې کاروي. خو د کم عمره لوڼو په نکاح ورکول د مجبوریت د اخري حد څرګندونه کوي.