ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځی شخړه کې پنځه کسان ټپیان شوی
ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځی شخړه کې پنځه کسان ټپیان شوی

د ننګرهار امنیتی چارواکی وایې، د دغه ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ کې د دوه کورنیو تر منځ خپلمنځی نښته کې پنځه کسان ټپیان شوی. د ننګرهار امنې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایې، چې پېښه تیره ورځ ناوخته د پچیراګام ولسوالۍ اړوند«لنډې خیلو»کلی کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شوې،چې له امله […]

د ننګرهار امنیتی چارواکی وایې، د دغه ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ کې د دوه کورنیو تر منځ خپلمنځی نښته کې پنځه کسان ټپیان شوی.

د ننګرهار امنې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایې، چې پېښه تیره ورځ ناوخته د پچیراګام ولسوالۍ اړوند«لنډې خیلو»کلی کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شوې،چې له امله یې د دواړو لوریو پنځه کسان ژوبل شوی.

د نوموړی په خبره د پېښې په خبریدو سره طالب سرتیرو سیمې ته ځان رسولی، چې ټپیان یې د لومړنۍ درملنې لپاره د پچیر اګام روغتیایی مرکز او له هغه ځایه د لا ښې درملنې لپاره د ننګرهار حوزوی روغتون ته انتقال کړی، چې ډاکټرانو یې روغتیایی وضعیت یې د ډاډ وړ ښودلی دی.

د ننګرهار سربیره دهیواد په ډیرو ولایتونو کې دا ډول پېښې رامنځته کیږی، چې لامل یې خپلمنځی دښمنۍ، د ځمکو پر سر لانجې، بې روزګاری او نور عوامل ښودل کیږی.