په کابل ښار کې د طالبانو پر یوه پوسته برید شوی
په کابل ښار کې د طالبانو پر یوه پوسته برید شوی
 د ملي مقاومت جبهې په کابل کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید اعلان وکړ.

د ملی مقاومت جبهې په کابل کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید اعلان وکړ.

دغه جبهه وایی، چې د جمعې په شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتی حوزې اړوند د پولیسو بلاکونو په سیمه کې د دوی ځواکونو د طالبانو پر یوه پوسته برید وکړل.

د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، د دغه برید په پایله کې د طالبانو د ډلې دوه تنه غړی ووژل شول او یو بل ټپی شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ملی مقاومت جبهې په تخار کې هم د طالبانو پر ډلې د برید مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې د طالبانو د ډلې یو غړى وژل شوى او د دغې ډلې دوه نور غړی ټپیان شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دی ویلی.

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس