د بدخشان ولایت ولسی سرچینو د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکړی دی. دا پېښه د شنبې په ورځ د ورى په ۱۸مه د دغه ولایت د مرکز اړوند د فیض اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د خرقه مبارک په سیمه کې رامنځته شوې ده. دغې ۱۸ کلنې نجلۍ د موږکانو وژونکى زهرو په خوړلو خپل ژوند پای ته ورساوه.
د هغې د ځان وژنې انګیزه لا هم څرګنده نه ده؛ خو د طالبانو ډلې پولیس وایی چې په دې اړه به څېړنې وکړی.
په هېواد کې د ډېرو ځوانانو د ځان وژنې اصلی لاملونه بې وزلی، بېکاری، ناوړه اقتصادی ستونزې، جبری ودونه او په کم عمر کې ودونه بلل شوی دی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس