اوچا: په افغانستان کې ۲۴ میلیونه خلک د “ژوند” لپاره بشری مرستو ته اړتیا لری
اوچا: په افغانستان کې ۲۴ میلیونه خلک د “ژوند” لپاره بشری مرستو ته اړتیا لری

د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړی د ژوندی پاتې کېدو لپاره بشری مرستو ته اړتیا لری. دغه بنسټ نن پنجشنبه ( د میزان ۷مه) په یوه ټوېټ کې ویلی چې افغانستان دا مهال له بې ساری اړتیا سره مخ دی او له زیانمنو کسانو […]

د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړی د ژوندی پاتې کېدو لپاره بشری مرستو ته اړتیا لری.

دغه بنسټ نن پنجشنبه ( د میزان ۷مه) په یوه ټوېټ کې ویلی چې افغانستان دا مهال له بې ساری اړتیا سره مخ دی او له زیانمنو کسانو سره یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، چې په افغانستان کې نور ۲۵ میلیونه وګړی په بې وزلۍ کې ژوند کوی او ۱۹ میلیونه وګړی د خوړو له کمښت سره مخ دی.

دې د زیان منونکو خلکو په نښه کولو لپاره د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان (HRP) لپاره د تمویل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د ضایع کولو لپاره هیڅ وخت نشته.

اوچا څه موده وړاندې یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د ۲۰۲۰ کال تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې بشری مرستو ته د خلکو د لاسرسی پر وړاندې تر ټولو زیات خنډونه ثبت شوی او زیاته کړې یې ده چې د دغو خنډونو ۸۷ سلنه د بشری فعالیتونو په تطبیق کې لاسوهنه ده.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د بشری مرستو د رسولو پر وړاندې د خلکو د ۷۰ سلنه خنډونو لامل طالبان دی او په یوه بل راپور کې یې ویلی، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکی د طالبانو له لوری له ناوړه چلند او ځورونې سره مخ دی.

خبرگزاری زنان افغانستان