نیمروز ولایت کې د جګړې دوام: وسله وال د خلکو کورونو ته ننوتلی دی
نیمروز ولایت کې د جګړې دوام: وسله وال د خلکو کورونو ته ننوتلی دی

خبرگزاری زنان افغان: په نیمروز ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو او ناپېژانده وسله والو ترمنځ د وسله والې نښتې د دوام خبر ورکړی او وایی چې وسله وال کسان، د سیمې خلکو کورونو ته ننوتلی دی. سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې د زرنج ښار په “معصوم اباد” […]

خبرگزاری زنان افغان: په نیمروز ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو او ناپېژانده وسله والو ترمنځ د وسله والې نښتې د دوام خبر ورکړی او وایی چې وسله وال کسان، د سیمې خلکو کورونو ته ننوتلی دی.

سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې د زرنج ښار په “معصوم اباد” سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو ترمنځ نښته تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د “حمل۱۴مه” پیل شوې او دوام یې درلود.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسله وال کسان لا له وړاندې په یاده سیمه کې له یوې ودانۍ را وتلی او د ځایی خلکو کورونو او کوڅو کې ځای پرځای شوی و.

سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو له ځایی اوسېدونکو غوښتی چې له خپلو کورونو ووځی.

په همدې حال کې طالبانو ادعا کړې چې د دې ډلې غړو په زرنج ښار کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات کړی دی.

تر اوسه د دې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه جزئیات نشته.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#