په ارزګان ولایت کې یو کس لس ګونه کونډو میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې
په ارزګان ولایت کې یو کس لس ګونه کونډو میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

په ارزګان کې یو کس په خپل شخصی لګښت ۶۵۰ هغو میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې چې د کورنۍ سرپرستی په غاړه لری. د اغاشیرین په نوم دغه کس وایی له تیرو ۵ کلونو راهیسی یې دغه پروسه پېل کړې چې تر دا مهاله ورسره ۶۵۰ میرمنې کار کوی. اغاشیرین د ترینکوټ ښار […]

په ارزګان کې یو کس په خپل شخصی لګښت ۶۵۰ هغو میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې چې د کورنۍ سرپرستی په غاړه لری.

د اغاشیرین په نوم دغه کس وایی له تیرو ۵ کلونو راهیسی یې دغه پروسه پېل کړې چې تر دا مهاله ورسره ۶۵۰ میرمنې کار کوی.

اغاشیرین د ترینکوټ ښار په یوه مارکیټ کې د لاسی غاړو کاروبار کوی. دی وایی، ټولو میرمنو ته د کار په بدل کې ورځینۍ مزدوری ورکوی.

هغه وایی ددغه میرمنو سره ترلاسه شوې ګټه نیمایی کوی او د هرې لاسی غاړې په بدل کې۵۰۰ افغانۍ میرمنو ته ورکوی او ۵۰۰ خپله اخلی.

نموړی وایی هره میاشت په دغه کار د خپلې کورنۍ لپاره ۲۵ زره افغانۍ ګټی.

ده وویل چې دیادو ښځو په لاس جوړې شوې لاسی غاړې له هېواد څخه بهر هم ځی او بهر میشتی افغانان یې اخلی.

دده په خبره دغه دوکان ته د ورځې لسګونه میرمنې راځی او د کار غوښتنه کوی.

زر بی بی او ګلانه دوه هغه میرمنې دی چې غواړی له دغه دوکان څخه دغاړو او ګنډونو لپاره تایید ترلاسه کړی او وروسته کار ته دوام ورکړی.

دغه میرمنې خبر گزاری زنان ته وویل، تردې وړاندې یې هم په دغه دوکان کې مزدوری کړې او په خبره یې له دې ځایه یې خپلو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړې.

دوی وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دوی له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ شوې اوس اړې دی څو په لږ پیسو هم کار وکړی.

یادی میرمنې وایی د مجبوری له امله دغه سخت کار کوی او که دغه ډول کار ونه کړی ویریږی چې اولادونه به یې د لوږی څخه مړه شی.

پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسیدو ورسته په ټول هېواد کې خلک د سخت فقر او غربت سره مخ دی او ډیرې کورنۍ د سهار او ماښام ډوډۍ نه لری.