په زابل کې له لسګونو کورنیو سره د چرګانو د تولید ماشینونو مرسته وشوه
په زابل کې له لسګونو کورنیو سره د چرګانو د تولید ماشینونو مرسته وشوه

په زابل کې د یو این ایچ سی آر موسیسې په مالی ملاتړ اکرو موسیسې د ۵۰ بې وزلو کورنیو سره د اقتصادی وضعت د ښه والی په موخه په داسې حال کې د چرګانو د تولید ماشین او سامان آلاتو مرسته وکړه, په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته یو دانه د چرګانو د […]

په زابل کې د یو این ایچ سی آر موسیسې په مالی ملاتړ اکرو موسیسې د ۵۰ بې وزلو کورنیو سره د اقتصادی وضعت د ښه والی په موخه په داسې حال کې د چرګانو د تولید ماشین او سامان آلاتو مرسته وکړه, په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته یو دانه د چرګانو د تولید ماشین، یو دانه سل امپیره سولر ،سل کیلو د چرګانو مخصوص غذائی مواد، یو دانه د شمسۍ چوکاټ، یو دانه ګروپ، یو دانه کنټرولر، یو دانه سویچ، لس دانې آبخورۍ او سر پوښونه او لس دانې لویې او کوچنۍ دانه خورۍ ورکړل شوې.

مرسته اخېستونکو د یادې مرستې څخه خوښی وښوده او وویل چې د یادو ماشینونو او سامان آلاتو څخه دې د خپلو کورنیو د اقتصادی وضعیت د بهبود لپاره ګټه واخلی تر څو په راتلونکی کې د احتیاج څخه خلاص او پر ځان بسیا شی.

خبرگزاری زنان افغانستان