په کندهار کې د امربالمعروف ریاست : هغه ښځې چې حجاب نه اغوندی دحیوانات سره مشابهت کوی
په کندهار کې د امربالمعروف ریاست : هغه ښځې چې حجاب نه اغوندی دحیوانات سره مشابهت کوی

په کندهار کې د امربالمعروف ریاست کې طالبانو د دې ډلې د حجاب پر ضد تبلیغاتی کمپاین پیل کړی او ویلی یې دی چې هغه ښځې چې حجاب نه مراعتوی د حیوانات سره مشابهت کوښښ کوی. د کندهار د ښار په ټولو خواوو کې ایښودل شوی نښانونه لیکلی: «یوې مسلمانې مېرمنې چې حجاب نه اغوندی […]

په کندهار کې د امربالمعروف ریاست کې طالبانو د دې ډلې د حجاب پر ضد تبلیغاتی کمپاین پیل کړی او ویلی یې دی چې هغه ښځې چې حجاب نه مراعتوی د حیوانات سره مشابهت کوښښ کوی.

د کندهار د ښار په ټولو خواوو کې ایښودل شوی نښانونه لیکلی: «یوې مسلمانې مېرمنې چې حجاب نه اغوندی هڅه کړې چې د څاروی په څېر وګوری. لنډې، تنګ او پتلې جامې بې پرده ګڼل کېږی. “مسلمانې خور باید حجاب د خدای فرض وګڼی، نه یو محدودیت.”

د برقع اغوستل او اوږده عربی حجاب په افغانستان کې د ښځو لپاره د طالبانو تر ټولو غوره حجاب دی.

د کندهار یوې اوسېدونکې نوریه نوری خبر گزاری زنان افغانستان ته وویل: “په کندهار کې د حجاب د نشتوالی پر وړاندې کمپاین له مسخرې پرته بل څه نه دی، ځکه تاسو په کندهار ښار کې هېڅ ښځه له برقع او چادری پرته نه وینی.”

دې ډلې یو فرمان صادر کړ چې د ښځو لپاره یې د حجاب کولو امر کړی او وایې ، چې ښځې باید له اړتیا پرته له کوره و نه وځی.

د طالبانو ادارې په دې وروستیو کې په کندهار کې د حجاب د نشتوالی پر ضد کمپاین پیل کړی چې د ښاریانو له خوا پرې نیوکې شوی او خلک وایی چې په دې ولایت کې ښځې هېڅکله هم له حجاب پرته نه وې.