تېره شپه (د اسد په پنځمه) د کندهار ولایت په ژړۍ، سپین بولدک او ارغنداب ولسوالیو کې سخت سېلابونه راوتلی، چې له امله یې په ژړۍ کې یوه مېرمن او د هغې پنځه ماشومان او یو بل ماشوم په سپین بولدک ولسوالۍ کې مړه شوی دی. د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ ځایی سرچینو خبرگزاری […]
تېره شپه (د اسد په پنځمه) د کندهار ولایت په ژړۍ، سپین بولدک او ارغنداب ولسوالیو کې سخت سېلابونه راوتلی، چې له امله یې په ژړۍ کې یوه مېرمن او د هغې پنځه ماشومان او یو بل ماشوم په سپین بولدک ولسوالۍ کې مړه شوی دی.
د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ ځایی سرچینو خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې د دې ولسوالۍ په سنزاری سیمه کې د “کدانی” سیند څخه سېلاب لاره د استوګنې په سیمه کې سېلاب راوتلی، چې له امله یې د یوې مور په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړی وژل شوی دی. او د هغې پنځه ماشومان ووژل شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، شپږ نور ماشومان د صحی باران د ژغورونکو ډلو له خوا له دغه کور څخه ژغورل شوی دی.
د باران د صحی روغتیایی مسوول ډاکټر محمد حقبین هم دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل، چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړی وژل شوی دی.
د کندهار لپاره د طالبانو د والی ویاند زید ویلی، چې په یوه بله پېښه کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سېلاب له امله یو ۱۴ کلن ماشوم ډوب شوی او وژل شوی دی.
د تېرې شپې راونو سېلابونو د ځانی زیانونو تر څنګ د کندهار خلکو ته ډېر مالی زیانونه هم اړولی دی.