کندهار: ناپېژانده کسانو له خوا یوه ښځه او خاوند یې د چاقو په واسطه پرې شوې ده
کندهار: ناپېژانده کسانو له خوا یوه ښځه او خاوند یې د چاقو په واسطه پرې شوې ده

خبرگزاری زنان افغان: د کندهار یو ځایی اوسېدونکی وایی، چې د دوى په کور کې د ناپېژانده کسانو له خوا د یوې خاوند او ښځه غاړه د چاقو په واسطه پرې شوې ده. یوه باوری سیمه ییزه سرچینه وایی، چې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام د “حمل ١٧ مه” په شاوخوا کې د کندهار […]

خبرگزاری زنان افغان: د کندهار یو ځایی اوسېدونکی وایی، چې د دوى په کور کې د ناپېژانده کسانو له خوا د یوې خاوند او ښځه غاړه د چاقو په واسطه پرې شوې ده.

یوه باوری سیمه ییزه سرچینه وایی، چې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام د “حمل ١٧ مه” په شاوخوا کې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په چهاردره منار سړک رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، د ناپېژانده کسانو له خوا له خپلې مېرمنې سره وژل شوى سړى ګوهر خان دى.

تر اوسه معلومه نه ده چې پېښه چا او ولې رامنځته کړې ده.

په کندهار کې وسله والو طالبانو هم پېښه تایید کړې او په اړه یې د خپلو څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

باید یادونه وسی چې دا په کندهار کې په یوه ورځ کې دویمه خونړۍ پېښه ده. تر دې مخکې په کندهار ښار کې یوه سړی خپله مېرمن وژلې وه.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#