کندهار کې یوې شپږکلنې نجلۍ ژوره څاه کې د لویدو له امله ساه ورکړه
کندهار کې یوې شپږکلنې نجلۍ ژوره څاه کې د لویدو له امله ساه ورکړه

تېره ورځ د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ په کجور سیمه کې یوه شپږ کلنه نجلۍ ژور څاه ته لوېدلې او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شپږ کلنه نجلۍ واحده نومېده چې نن ماسخوتن له څاه څخه مړه را ویستل شوه. د‌ شپږ کلنې واحدې د ژوندی ژغورلو له پاره د دغه […]

تېره ورځ د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ په کجور سیمه کې یوه شپږ کلنه نجلۍ ژور څاه ته لوېدلې او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه شپږ کلنه نجلۍ واحده نومېده چې نن ماسخوتن له څاه څخه مړه را ویستل شوه.

د‌ شپږ کلنې واحدې د ژوندی ژغورلو له پاره د دغه ولایت د فواید عامې ریاست پرسونل یادې سیمې ته تللی و، خو د هغوئ تر رسېدو څو ساعته مخکې لا واحدې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

کندهار ولایت کې د طالبانو د فواید عامې رئیس نعمت الله سراجی رسنیو ته وویل، څو چې د پېښې ځای ته د دوی د ژغورنې پرسونل رسیده شپږه کلنې واحدې په څاه کې ساه ورکړې وه.

سراجی وایی، دغه انجلۍ شاوخوا ۴۴ میتره ژور څاه ته لویدلې وه، او د همدې ژورې څاه په نیمې برخې یعنی ۲۲ میترۍ کې بنده پاتې وه.

د‌ سراجی په خبره، « موږ هغې سیمی ته پر وخت د الوتکې او ځمکې له لارې ماشینری او پرسونل واستول خو زموږ تر رسېدو مخکې د‌ هغه کلی خلکو تلوار کړی و، او واحده ترې مړه شوې وه.»

د واحدې پلار چې له خبرو کولو ډډه کوی یوازی دومره وایی، چې په خپل ورځنیو چارو بوخت و او نه پوهېده چې دا ډول پېښه به ورسره وشی.

له هغه سره چې د طالبانو حکومت ټولو خلکو ته سپارښتنه کړې څو په خپلو کورونو او کروندو کې د څاګانو او برمو سرونه پټ وساتی خو بیا هم خلکو د طالبانو به خبره غوږ نه دې ښورولی.

یاده دې وی چې یوازې په تېرو دریو میاشتو کې په کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې څاه ته د ماشومانو د لوېدو پنځه پېښې ثبت شوی چې له هغه جملې دریو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور بیا ژوندی ژغورل شوی دی.