افغانې ښځې د طالبانو په قوانینو کې
افغانې ښځې د طالبانو په قوانینو کې

خبرگزاری زنان افغانستان: ۲۰۲۱کال د آګست د میاشتې څوارلسم ماښام و چې طالبان د کونړ ولایت له لارې ننګرهار ته ورسېدل.دا ماښام هیچا باور نه کاوه چې طالبان دې دومره په آسانۍ په افغانستان بیاځلې ولکه ټینګه کړی.خو خبره دیو سیاسی جوړجاړی وه چې له مخې یې امریکا د دوحې د تړون پراساس طالبانو ته […]

خبرگزاری زنان افغانستان: ۲۰۲۱کال د آګست د میاشتې څوارلسم ماښام و چې طالبان د کونړ ولایت له لارې ننګرهار ته ورسېدل.دا ماښام هیچا باور نه کاوه چې طالبان دې دومره په آسانۍ په افغانستان بیاځلې ولکه ټینګه کړی.خو خبره دیو سیاسی جوړجاړی وه چې له مخې یې امریکا د دوحې د تړون پراساس طالبانو ته پرافغان حکومت ترجح ورکړه اوپه ملاتړ یې داګسټ ۱۵مه طالبان پر افغانستان مسلط شول.

 

دلته یوکوچنۍ ډلې په داسې حال کې چې رهبر یې تر نننه پټ او نامعلوم دی په اکثریت خلکو واک ترلاسه کړ.دوی د واک ترلاسه کولو سره سم ټول پخوانی قوانین چې د جمهوریت په دورې کې جوړ شوی وو لغوه اعلان کړل.

 

او د واک ترلاسه کولو څخه تر ننه د مختلفو موضوعاتو په هکله یې نوی حکمونه او فرمانونه جوړ کړل او لا یې جوړوی.خو د ښځو په هکله ددوی فرمانونه او شفاهی سپارښتنې ۹۹سلنه د ښځود محدودولو لپاره جوړ او عملی شوی چې په ملی او نړیواله کچه یې ډیرغبرګونونه پارولی.

 

دوی په خپلو فرمانونوکې په ښځو یو شمېر بندیزونه او محدودیتونه لګولی دی چې دلته په بشپړ ډول راخیستل شوی.

 

ددوی د دویمې دورې(اوسنۍ دورې) لومړنی فرمان چې دملا هیبت الله ته منسوبېږی

۱۴۳۸ /۷/۸ تاریخ د ۳۳مه ګنه فرمان چې دوی صادر کړ د ښځو چارو وزارت یې لغوه او پرځای یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر(دپه ښګیڼو امر او له بدیو منعه)وزارت ایجاد کړ.دوى د ٢٠٢١کال د سپټمبر په ١٧مه نېټه یاد فرمان عملی کړ اود ښځو چارو وزارت چې د هیواد په ۳۴ولایتونو کې یې ریاستونه درلودل د ښځو اړونده چارې یې مخ ته وړلې په بندولو یې د ښځې له ګڼو فرصتونو اوسیاسی حقونو څخه بې برخې کړې.

 

د یاد فرمانه وروسته یو بل فرمان چې د طالبانو نامعلومه مشرملاهیبت الله ته منسوبېږی د ‍۱۴۰۰/۹/۱۲تاریخ په ۳۸ مه ګڼه کې د ښځو په هکله فرمان صادر کړچې په یاد فرمان کې ښځو ته په نکاح کې رضایت حق،په بدو کې ددی ورکړې منعه،د کونډې په جبر نکاح ورکولو منع،د کونډې ته مهر ورکولوټینګار،ښځو ته د میراث حق ورکول،د زیاتو ودونو لرونکو ته د ښځو ترمنځ په مساوی حقوقو ورکړې ټینګار ټینګار شوی و.په یاد فرمان کې د حج او وقافو وزارت ته امر شوی و چې د ښځو د حقونو لپاره ملا د ممبر له لارې تبلیغ وکړی او اطلاعاتو کلتور وزارت دې د رسنیو او فرهنګیانو په وسیله د ښځو حقونو ته کار وکړی.همدارنګه په دې فرمان په وروستۍ برخه کې محکمو ته حکم شوی و چې د ښځینه قضیو ته په اصولی ډول رسېده ګی وکړی

 

د۱۳۹۸/۹/۷تاریخ ۴۳مه ګڼه فرمان له مخې چې د مفقود شویو په اړه دی قاضیانو ته امرکړی چې که د مقود د مرګ قراین څرګند وی باید ښځې ته عدت تېرولو څخه وروسته هغې ته د بل واده کولو جواز ورکړی.

 

له هغې وروسته یې په (۱۴۰۱/۱۰/۱) تاریخ یې د (۷۰۷) ګڼه فرمان پراساس له شپږم ټولګی پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه چې پکې نجونې له شپږم ټولګی پورته ښوونځیو او تعلمی مراکزو(کورسونو) څخه منعه کړلې. چې پر اساس یې میلیونونه نجونې د زده کړو له ارزښتمنې پدیدې بې برخې کړې.

 

طالبانوله زده کړو څخه د نجونو په بې برخې کولو بسنه ونه کړه بلکه ددې په دوام یې د حجاب جبری کولو په موخه د امربالمعروف وزارت ته رسما په ۴۴۳۴ کال ۹/۲۴تاریخ د ۱۹۳۰ ګڼه فرمان له مخې د جبری حجاب د تطبیق حکم وکړچې دامربالمعروف،نهی عن المنکروزارت،ستره محکمه،حج اوقافو وزارت پوهنې،کورنیو جارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ته یې په تطبیق کې همکاری غوښتل شوې وه.

 

د امربالمعروف وزارت د ۱۴۰۱کال د ثور ۱۷ تاریخ یاده طرحه نشر کړه چې له مخې د حجاب تعریف شوی اوچادری د حجاب بهترین ډول بلل شوی و.

 

په دې طرحه کې کاږل شوی و چې ښځې لومړی باید ترغیب شی او په او که ښځه له دې وروسته هم په حجاب کې نه ګرځی باید په نښه ، ولی ته یې توسعه وشی او تنبیه دې شی.

 

د طرحې له مخې د هغو ښځو لخوا چې حجاب نه مراعتېږی په دوهم قدم کې احضار دریم ځل کې یې درې ورځې حبس شی او په څلورم ځل دې محکمې ته معرفی څو مناسبه سزا ورکول شی.

 

د یادې طرحې په ټکو هغه ښځې چې په امارتی ادارو کې حجاب نه مراعتوی له دندې ګوښه کړی شی.

 

ددې طرحې وروسته ۱۴۰۱کال دحمل د میاشتې په ۷مه دطالبانو امربالمعروف وزارت د۸۹ګڼه اعلامې په خپرولوپارکونو ته د ښځینه و او نارینه د ورتګ ورځې جلا شوې.

 

په اعلامیه کې راغلی و چې (یکشنبه،دوشنبه او سه شنبه د ښځینه و ورتګ لپاره په اسې حال کې چې ځانګړې شوی دی چې شرعی حجاب مراعات کړی…)

 

له دې اعلامیې وروسته یاد وزارت په شفاهی توګه د پارک،ورزشی ځایونو او حمامونو څښتنانو ته سپارښتنه کړې وه چې ښځې دغو خایونوته ورپرېنږدی. په دې توګه د نومبر په لسمه حمامونو،ورزشی کلپونو او پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز ولګېده.

 

د دغو بندیزونو وروسته یو شمېر ښځو لاریونونه وکړل چې د طالبانو لخوا پرې ډزې وشوې،ځینې یې بندیانې،تهدید اوووهلې.ددوی د لاریونونو مخنیوی لپاره یې د طالبانو کورنیو چارو وزارت له لورې د ۱۴۰۱کال د میزان د میاشتې په ۱۶مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولوپه لاریونو محدودیتونه وضع کړل.او د ښځینه و لاریونونو ته په اشاره یې ویلی ول چې د دوی د مغرضواو پردیو په لمسون لاریونونه کوی.

 

په ښځو د بندیزونوپه دوام طالبانو د امربالمعروف وزارت د د ۱۴۰۱کال د جدی په ۵ مه پر موټرچلوونکو د پاڼوپه ویشلو له دوی غوښتې وو چې د محرمه پرته او بې حجابه میرمنې دې په موټر کې نه سپروی.دوی د سفر په برخه کې یوازې په دې بندیزونو اکتفاء ونه کړه بلکې د ۱۴۰۱ه ش کال د د حوت په ۸مه نېټه یې له شرعی محرم پرته یې بهرنیوهیوادونوته د ښځو په تګ بندیز ولګاوه.

 

د طالبانو د معارف وزارت د ۱۴۰۱کال د حمل د میاشتې پر ۳مه نجونې ښوونځیو ته پرېنښودې ۱۴۰۱کال ۱۰ میاشتې په اول تاریخ د ۷۰۷مه ګنه فرمان له مخې د له شپږمه تر دولسم ټولګې د نجونو د ښوونځی او کورسونه د امرثانی(دوهم امر)پورې وتړل.چې تر ننه بند دی.

 

د ښوونځیو له بندولو وروسته د طالبانو حکومت دا ځل د ۲۸مې ګڼې مصوبې په اساس د ۱۴۰۱کال د قوس د میاشتې ۳۰مه د نجونو پرمخ د پوهنتونو دروازې تر امر ثانې پورې وتړل.

 

د نجونو او ښځو باندې د بندیزونو او محدودیتونو په دوام د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یو مکتوب له مخې خصوصی پوهنتونونه د نجونو څخه د کانکور ازموینې اخیستلوتر امرثانی منعه کړل. او همدا راز یې ‍۴۰۱کال دجدی میاشتې په لسمه د نجونو د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره امتحان ته اجازه ورنکړه.

 

‎ ددې بندیز نه وروسته (په ۱۴۰۱/۱۰/۴)تاریخ د طالبانو د اقتصاد وزارت لخوا د یو مکتوب له مخې په غیردولتی موسساتو کې د ښځو پرکار بندیز ولګاوه.په دغه مکتوب کې په غیر دولتی موسساتو کې د ښځو پرکار بندیز لامل ددوی لخوا د شرعی حجاب نه مراعات او نافذه قوانینو څخه سرغړونه بلل شوی و.

 

د دومره بندېزونو سربېره د طالبانو پام د ښځینه و سینګارتونونو په لور واوښت.

 

دوی د ۱۴۰۲کال د اسد به ۳مه نېټه د ښځینه و سینګارتونو د بندولو حکم وکړ.چې له مخې یې ټول هیواد کې ښځینه و سینګارتونونه بند شول.

 

تر دې دمه د طالبانو وروستی محدودیت دا و چې دروان(۲۰۲۳)کال د جولای په ۱۸نېټه یې د دوی دلوړوزده کړو وزارت د یومکتوب له مخې چې د ازموینې ملی ادارې ته لېږلی و د ۱۴۰۲کال کانکور ازموینې څخه نجونې محرومې کړې.

 

د ښځود محدودلو په اړه د طالبانو شفاهی سپارښتنې:

 

که څه هم ددې په اړه شفاهی سپارښتنه نشته خو طالبانوعملاد ۱۴۰۰کال د سنبلې په ۱۶مه نېټه داسې کابینه رامنځته کړه چې ټول وزیران پکې نارینه وو.

په داسې حال کې چې د جمهویت په شل کلنه دوره کې افغان حکومت کې ښځو د وزېرانو،سفیرانو،ولایت معاوینینو… په توګه دندې اجراء کړې وې په دې سره یې ښځینه له سیاسته محرومې کړې.

 

ددوی د راتګ څخه لا څو ورځې نه وې تېرې چې دوی د ښځو په عکسونو چې د ښار په دیوالونو،سینګارتونونو او نورو ځایونو لګېدلی وو تور رنګ وواهه او د خلکو له سترګو یې پناه کړې،همدا راز دوی هټیوالو ته په شفاهی توګه امر وکړ چې د نانځکو مخونه وپوښی.

 

د یادې سپارښتنې وروسته د طالبانو د ترفیکو مدیریت په شاهی توګه د موټرچلونکو د روزنې مرکزونو ته امرحکم وکړ چې ښځینه ورپرېنږدی او همدا راز یې ښځینه و ته د موټر چلونې جوازونو ورکړه منع کړه.

 

طالبانو د تلویزیونونوښځینه کارکوونکو ته سپارښته وکړه چې د خپرونو پرمهال ماسک واچوی له دې حکم څو میاشتې وروسته یې یو ځل بیا تلویزیونونو ته حکم وکړ چې هغه ښځینه چې په خپرونو کې د میلمنو په توګه برخه اخلی هم خپل مخونوپر ماسک پټ کړی.

طالبانو رسنیو ته په شفاهی توګه ویلی و چې ښځینه او نارینه یوځاى خپرونه مخ ته نشی وړلى او په ژوندی خپرونو کې به نارینه د ښځو ټیلیفونی اړیکو ته ځواب نه وایی.

 

دوی پرد ۱۴۰۰ ه ش کال د سنبلې راهسې د طالبانو د د بدنی روزنې او ورزش ادارې د نجونو په ورزش کولو بندیز ولګاوه او رسنیو ته یې وویل چې له خوندی چاپیریال وروسته به نجونوته د لوبېدو اجازه ورکول شی. چې ورسره سم یې ښځو په ورزش بندیز ولګاوه.

 

د یادو بندیزونو وروسته د طالبانو له ویرې د موسقۍ ملی انسټیټیوټ وتړل شو او ګڼو نجونو چې په دې انسټیټوټ کې په زده کړو بوختې وې وطن پرېښود.

 

که څه هم طالبانو په د موسقۍ بندولو کوم ښکاره او رسمی توګه څه نه دی ویلی خو عملا یې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې هنرمندان،موسقی غږونکی تهدید،ووهل او د موسقۍ سامان الات یې ورته مات کړل.

 

طالبانو یوازې په دې بندیزونو اکتفاء ونه کړه بلکې د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره یې له پوهنتونه د نجونو په فراغت غونډه او په دولتی ادارو کې د ښځینه و په کار کولو هم بندیز ولګاوه.

 

په دې وروستیو کې د رسنیو ته ځینی اسناد رسېدلی و چې لوړ قدلرونکې کوچنۍ نجونې او هغه نجونې چې عمرونه یې له ۹کالو پورته وی له ښوونځیو ته د تګ څخه د طالبانو له لورې منعه شوې.

 

یوشمیر نا اعلان شوی بندیزونه:

 

طالبانو که څه هم ځینی بندیزونه په شفاهی یا مکتوبی توګه نه دی اعلان کړی خووخت نا وخت ددوی د لوړپوړو،منځپوړو او ټیټ پوړو چاراواکو په تلویزیونی بحثونو کې له تېز رنګه جامو اغوستلو،د نوکانو اوږدو پریښودلو،د خوشبویی یا عطرو له کارولو او جګو څپلیو پرپښو کولو څخه منع کړی دی.

 

دوی همداراز د په یو ټولګی کې د نارینه او ښځینه و په کېناستلو هم بندیز ولګاوه .

له دې بندیز څخه به څو اونۍ نه وې تېرې شوی چې د دورو بدلون حکم وکړ.

 

دوی همداراز په روغتیایی برخه کې ښځینه طبی کارکونکو باندې بندیز وضع کړ چې د نارینه ډاکترانو سره به خبرې نه کوی په داسې حال کې چې ښځینه ډاکترانې ځینی مهم عملیاتونه د نارینه وډاکتران سره په ګډه ترسره کوی.

 

پایله:

 

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځلسم راهیسې پر ښځو د مکتوبونو،شفاهی سپارښتونوپه وسیله بې شمېره بندیزونه لګولی چې ددوی یې د زده کړو،کار،ورزش او ټولنه کې د فعالانه برخې اخیستنې بې برخې کړی او د ژوند کړۍ یې ورتنګه کړې چې ځینو نړیوالو حکمی او حقیقی اشخاصو د طالبانو دا بندیزونه او محدودیتونه د ښځو او نجونو په وړاندې جنسیتی تبعض بللی اوپه کراتو یې له دوی غوښتی چې د ښځو په وړاندې په خپلو پالیسواو چلندونو کې بدلون راوړلی خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.