خبریالۍ سره بې کچې مینه؛  د افغانستان په ختیځ زون کې ښځینه خبریالانې غیر له مالی امتیازو هم خپل ذوق پالی
خبریالۍ سره بې کچې مینه؛  د افغانستان په ختیځ زون کې ښځینه خبریالانې غیر له مالی امتیازو هم خپل ذوق پالی

خبرگزاری زنان افغان: ختیځ کې ښځینه خبریالانې وایی په هېواد کې د نظام تر بدلون وروسته یې کاری ساحې محدودې شوې او څنګه چې په کار ده په ډاډه زړه دندې ته نشی تللی. دوی وایی له یو لوری رسنۍ ورته میاشتنۍ امتیاز ډیر کم ورکوی او حتآ داسې ښځینه هم شته چې غیر له […]

خبرگزاری زنان افغان: ختیځ کې ښځینه خبریالانې وایی په هېواد کې د نظام تر بدلون وروسته یې کاری ساحې محدودې شوې او څنګه چې په کار ده په ډاډه زړه دندې ته نشی تللی.
دوی وایی له یو لوری رسنۍ ورته میاشتنۍ امتیاز ډیر کم ورکوی او حتآ داسې ښځینه هم شته چې غیر له مالی امتیازاتو مجبورې دی رسنیو کې کار وکړی.
دوى په رسنیو کې د خپل رضاکارانه کار لامل رسنیو کې تجربه حاصلول د ښځینه و غږ ته انعکاس ورکول یادوی او وایی چې نه غواړی نور د ښځو غږ چوپ پاتې شی.

مستعار نامې ښکلا چې یو وخت په ختیځ کې د یوې رسنۍ خبریاله وه په مستقیم ډول د چا نوم اخلی خو په خبره یې چې د شته امنیتی ګواښونو له امله یې دنده پرېښې او په کور ناسته ده چې ورځ تر بلې روانی وضعیت خرابیږی هغه وایی موضوع یې له امنیتی ادارو سره شریکه کړې خو بیا هم مجبوره شوه دنده پریږدی.

بل لور ته مستعار نامې راحله چې د لغمان ولایت څخه یې د دوه خبرې رسینو سره کار کاوه وایی د امنیتی ستونزو له امله یې خپله دنده پرېښې او لا هم ځان خوندی نه احساسوی د هغې په خبره خپله موضوع یې د رسینو له له ملاتړو داخلی او نړیوال بنسټونو سره شریکې کړې خو تر دې مهاله هغوی هم ورته کوم ډاډ نه دی ور کړی چې له امله یې دا اوس هم ډار احساس کوی.

د رسینو مسولین بیا په ښځینه خبریالانو شته محدودیتونه او اقتصادی ستونزې هغه څه یادوی چې په خبره یې ښځینه خبریالانې یې په کور کینولی او نشی کولی چې کار وکړی

الهام حقیقت چې په ننګرهار کې د حقیقت په نامه د یوې سیمه ایزې راډیو مسول مدیر دی نوموړی وایی په اوس وخت کې ډیرې کمې ښځینه خبریالانې په رسینو کې مالی امتیاز ترلاسه کوی وایی ډیرې یې په سیمه ایزو رسینو کې په رضاکارانه ډول دندې مخته وړی او په دې تمه دی چې که ګواکې د رسینو وضعیت د پخوا په څیر ښه شی او دوی وشوی کولی د خپلې کورنۍ د اقتصاد سره مرسته وکړی.

شرق بیا په ننګرهار کې یو له پخوانیو راډیو ګانو څخه شمیرل کیږی مسول مدیر یې مارشال حلیمی وایی د نظام تر بدلون وړاندې ورسره اووه تنو ښځینه خبریالانو دنده مخته وړله چې په خبره یې د سیاسی او اقتصادی ستونزو له امله یې دغه شمیر دوه تنو ته راښکته شوې هغه هیله څرګنده کړه چې د وضعیت په ښه کیدوسربه یې بیرته د ښځینه همکارانو شمیر زیات شی.

ننګرهار کې مشر خبریال او په دې ولایت کې د سیمه ایزو راډیوګانو د اتحادې مشر شفیق الله رحمانی وایی کلتوری محدودیتونه له پخوا په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د مخنیوی لامل شوی د نوموړی په خبره په ختیځ او په خاص ډول ننګرهار کې د اسلامی امارات له لوری هیڅ ډول محدودیت د ښځینه خبریالانو په وړاندې نشته او ښځینه د پخوا په څیر خپلې دندې مخته وړی خو په وینا یې د اقتصادی مشکلاتو له امله یې په دې ولایت کې د ښځو لپاره ځانګړې نرګیس راډیو خپل فعالیتونه درولی چې لس تنه خبریالانې یې په کور ناستې دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی نور محمد حنیف بیا وایی پر رسینو د دوی له لوری هیڅ ډول بندیز او محدویت نشته او ښځینه خبریالانې کولی شی چې د اسلامی شریعت په راعیت سره خپلو دندو ته ادامه ورکړی
ختیځ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جندر د برخې مسٶله شیما صدیقی وایی چې دیاد زون په نورستان او کونړ ولایتونو کې له پخوا ښځینه خبریالانو شتون نه درلود او په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې یې شمېر (۴۴ ) و چې اوس یاد شمیر د ( ۲۸) ته راښکته شوی چې ډیری لامل یې کلتوری محدویتونه،هېواد کې روان سیاسی وضعیت او اقتصادی ستونزې بولی
وایی د د عدالت غوښتنې یو ټیم رامنځته کړې چې پر مټ یې دوی له امنیتی ادارو او د رسینو له مسولینو ناستې ترسره کړی او ژمنې یې ترلاسه کړی چې ښځینه خبریالانو ته به لا کاری اسانتیاوی رامنځته کړی.
اغلې صدیقی وایی دوی د ښځینو د روانی درملنې په موخه لسګونه سیمنارونه جوړی کړی تر څو هغوی په فکری ډول د پخوا په څیر عادی حالت ته راوګرځی.
په هېواد کې د سیاسی بدلون وروسته د نورو برخو ترڅنګ په رسینو کې هم د ښځینه خبریالانو برخه کم رنګه شوه خو د رسینو د ځینو مسولینو او ښځینه خبریالانو په وینا چې ورځ تر بلې حالت په ښه کیدو دی.