د بشری حقونو کمېسیون: په کندهار او هلمند د نجونو پر زده کړو د طالبانو د محدودیتونو دوام د تاوتریخوالی د پراخېدو لامل شوی
د بشری حقونو کمېسیون: په کندهار او هلمند د نجونو پر زده کړو د طالبانو د محدودیتونو دوام د تاوتریخوالی د پراخېدو لامل شوی

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، د نجونو او ځوانو ښځو پر زده کړو د طالبانو د محدودیتونو دوام د هغوی روحیه زیانمنوی او د ناهیلۍ او تاوتریخوالی د خپرېدو لامل کېږی. د بشری حقونو خپلواک کمېسیون دغه موضوع نن “پنجشنبه د حمل ۳۱مه” د طالبانو د هغې پرېکړې په […]

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، د نجونو او ځوانو ښځو پر زده کړو د طالبانو د محدودیتونو دوام د هغوی روحیه زیانمنوی او د ناهیلۍ او تاوتریخوالی د خپرېدو لامل کېږی.

د بشری حقونو خپلواک کمېسیون دغه موضوع نن “پنجشنبه د حمل ۳۱مه” د طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون کې راپورته کړه، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې د تعلیمی موسسو د فعالیتونو د ځنډولو په اړه کړې وه.

د دغه کمیسیون په وینا، په هېواد کې د پوهنې پر حق د پراخو محدودیتونو لګولو په اړه د طالبانو پرېکړه د هېوادوالو له اساسی حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له طالبانو غوښتی چې د هېواد د ماشومانو او ځوانانو له حقونو او سترو منابعو سره لوبې نه کوی او د تعلیمی بنسټونو د پروګرامونو د پلی کېدو پر وړاندې خنډ نه جوړوی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې د ټولو ښوونیزو موسسو فعالیتونه «تر بل خبرتیا» پورې وځنډول.

د دغه وزارت په هغه مکتوب کې چې د کندهار او هلمند ولایت د پوهنې ریاستونو ته لېږل شوى، راغلی چې د دې بنسټونو فعالیت به د بورډ تر ټاکل کېدو او د تحصیلی موسسو د پروژو د څېړلو او د ستونزو د هواری تر وخته پورې ودرول شی.

دغه مکتوب د “حمل په ۲۷ مه” د طالبانو د پوهنې د سرپرست وزیر حبیب الله اغا په لاسلیک سره خپور شو. د دغه مکتوب له صادرېدو وروسته په کندهار او هلمند کې د یونیسف، OSD، سیفډ چلډرن او داسې نورو موسسو تعلیمی فعالیتونه وځنډول شول.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټول هېواد کې تر شپږم ټولګی پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دی.

خبرگزاری زنان افغان