د خوړو نړیوال پروګرام: د ښځو د کار مخنیوی په افغانستان کې د بشری مرستو په رسولو کې لوی خطر دی
د خوړو نړیوال پروګرام: د ښځو د کار مخنیوی په افغانستان کې د بشری مرستو په رسولو کې لوی خطر دی

خبرگزاری زنان افغان: د خوړو نړیوال پروګرام “WFP” یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د بشری مرستو او خیریه موادو د رسولو لپاره د ښځو پر کار د بندیزونو دوام ستر خطر دی. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله امانی د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوی […]

خبرگزاری زنان افغان: د خوړو نړیوال پروګرام “WFP” یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د بشری مرستو او خیریه موادو د رسولو لپاره د ښځو پر کار د بندیزونو دوام ستر خطر دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله امانی د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوی ویډیویی پیغام کې ویلی چې دوی له شپږو لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوی او نه غواړی چې افغانان یوازې پریږدی.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان له بې وزلو ښځو او ماشومانو سره د لا ښه ملاتړ په موخه باید ښځو ته د بشری مرستو د رسولو په برخه کې د کار اجازه ورکړل شی:

دبلیو اف پی په دې نظر دی چې د ښځو له خوا ښځو ته د مرستو رسول په ښه توګه ترسره کیدی شی او د ښځینه کارکونکو بیرته کار ته راوستل دبلیو اف پی یو له سترو لومړیتوبونو څخه دی. موږ په دې برخه کې په هره کچه خپلو هڅو ته دوام ورکوو. د ښځو پر کار د محدودیتونو لګول په افغانستان کې د بشری مرستو په برخه کې لوی خطر دی. که څه هم نن ورځ ترټولو لوی ګواښ د بودیجې نشتوالی دی.”

کابو یوه میاشت وړاندې طالبانو په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو په سیمه ییز دفتر کې د افغان ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله او دغه عمل یې له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو.

د طالبانو د دغه ګام په غبرګون کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د مې تر پنځمې به په افغانستان کې د خپل ماموریت فعالیتونه و ارزوی او خبرداری یې ورکړ چې که طالبان د افغانستان ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورنه کړی ملګری ملتونه به له یوه “ویروونکی” انتخاب سره مخ شی. د کار کولو سازمان به وی.

سبا جمعه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د ارزونې وروستۍ ورځ ده او تر دې ورځې پورې ملګرو ملتونو خپل ۳۳۰۰ کارکوونکی چې ۶۰۰ یې ښځې دی، غوښتی چې کار ته نه حاضرېږی.

د ملګرو ملتونو له دې خبرداری سره سره طالبانو د ښځو د کار په اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی او دا یې د افغانستان داخلی ارزښت بللی دی.

په ورته وخت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین رسنیو ته وویل چې له ملګرو ملتونو سره د خبرو لپاره چمتو دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې د ښځو د کار خنډ او د بودیجې نشتوالی یوه ستونزه بولی چې د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش ویلی وو چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوی.

ښاغلی ګوتریش د افغانستان په اړه د دوحې له غونډې وروسته چې د مې په لومړۍ او دوهمه جوړه شوې وه وویل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو او غیر دولتی ادارو کې د ښځو د کار محدودیت په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړه، چې دوى هېڅکله د ښځو او نجونو پر حقونو د دغه سیستماتیک او بې ساری برید پر وړاندې چوپ پاتې نه شی.

په افغانستان کې د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری پرون چهارشنبه وویل چې د دوحې په غونډه کې ټولو د نورو لومړیتوبونو ترڅنګ د ښځو او نجونو پر حقونو ټینګار وکړ.

معلومه نه ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې په اړه به د طالبانو او ملګرو ملتونو تر منځ اختلافات تر کومه وخته دوام وکړی، خو د ملګرو ملتونو سرمنشی وایی چې په نږدې راتلونکی کې به د افغانستان په اړه بله غونډه جوړه شی. په کوم ځای کې چې تدابیر نیول کیږی د افغانستان په اړه به نړیوال بحث وشی.

خبرگزاری زنان افغان