د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ انتونیو ګوتریش: ټولې ازادۍ د مطبوعاتو په ازادۍ پورې اړه لری
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ انتونیو ګوتریش: ټولې ازادۍ د مطبوعاتو په ازادۍ پورې اړه لری

خبرگزاری زنان افغان: په ورته وخت کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش په یوه پیغام کې ویلی چې ټولې ازادۍ د مطبوعاتو په ازادۍ پورې تړلې دی، خو دا ازادی د نړۍ په هر ګوټ کې تر برید لاندې ده. “د مطبوعاتو د ازادۍ په […]

خبرگزاری زنان افغان: په ورته وخت کې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش په یوه پیغام کې ویلی چې ټولې ازادۍ د مطبوعاتو په ازادۍ پورې تړلې دی، خو دا ازادی د نړۍ په هر ګوټ کې تر برید لاندې ده.

“د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ او هره بله ورځ، نړۍ باید د ژورنالیستانو سره ودریږی ځکه چې دوی د حقیقت لپاره ودریږی،” ښاغلی ګوټیرس ټویټ وکړ.

نن چهارشنبه د “مې ۳مه” د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ بلل کېږی.

له دې سره سره د افغان خبریالانو مرکز په دې اړه ویلی چې په تېرو یو کال کې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی، ګواښونو او نیول کېدو ۲۱۳ پېښې ثبت شوی چې د تېر کال په پرتله ۶۴ سلنه زیاتوالی ښیی.

دغه مرکز ویلی، چې د ۲۰۲۲ کال له مې تر ۲۰۲۳ کال پورې په ټول هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی، ګواښونو او نیول کېدو ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دی.

دا هم ویل شوی چې د ٢٠٢١ کال د می څخه تر ٢٠٢٢ می پورې په ورته موده کې شاوخوا ١٣٠ پیښې ثبت شوی.

دغه راز دغه مرکز په هېواد کې د تاوتریخوالی او د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونو د قضیو د زیاتوالی په تېره بیا د خبریالانو د ګواښونو او د هغوى د نیولو پر دوام خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی چې د اوسنی حکومت له واکمنۍ وروسته د سرپرست حکومت د محدودیتونو او اقتصادی ستونزو له امله په هېواد کې د څه باندې ۶۰۰ فعالو رسنیو له ډلې نیمایی له فعالیته وتلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې موده کې په سلګونو خبریالان یا خپلې دندې له لاسه ورکړی او یا هم له هېواده وتلی دی. ښځینه خبریالانې د نارینه خبریالانو په پرتله د دې پرمختګونو څخه ډیر اغیزمن کیږی.

خبرگزاری زنان افغان