د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان مری
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان مری

خبرگزاری زنان افغان: د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان څانګې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان مری. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ “حمل ۲۸مه” په یوه ټویټ کې ویلی، چې دغه شمېر ماشومان د مخنیوی وړ ناروغیو له امله مری. د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د […]

خبرگزاری زنان افغان: د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان څانګې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان مری.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ “حمل ۲۸مه” په یوه ټویټ کې ویلی، چې دغه شمېر ماشومان د مخنیوی وړ ناروغیو له امله مری.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د ژغورلو او د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه والی لپاره د سمدستی اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د افغانستان د بشری مرستو د صندوق (AHF) څخه هم د افغان ماشومانو لپاره د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مرستې ستاینه کړې ده.

د راپورونو له مخې افغانستان تل د روزل شویو روغتیایی ټیمونو د نشتوالی له امله په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې له زیږون وروسته د ماشومانو د مړینې شاهد دی.

دغه سازمان ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې تر ۲۰۲۳ کال پورې د بشری مرستو د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د دغه سازمان د مالی غوښتنې له پنځو سلنې څخه کمې مرستې شوې دی.

دغه سازمان ویلی چې افغانستان په نړۍ کې د احتمالی قحطۍ تر ټولو لوړه کچه لری.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشری مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

خبرگزاری زنان افغان