د امریکا د زلزلې مرکز د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله د زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړی.
د دغه مرکز د راپور له مخې، دغه زلزله چې شدت یې ۵.۱ ښودل شوی، نن پنجشنبه د وری ۹ مه شاوخوا ۳:۲۵ رامنځته شوه.
د دغې زلزلې مرکز د پاکستان د چترال په ایون ښار کې د افغانستان پولې ته څېرمه د ځمکې په ۸۰ کیلومترۍ کې ژوروالی ښودل شوی دی.
ویل کیږی چې دا زلزله د پاکستان، افغانستان او تاجیکستان په ځینو برخو کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دغې زلزلې د مرګ ژوبلې او احتمالی زیانونو په اړه معلومات نشته.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان