*شینکۍ کړوخیل:د حجاب په بهانه د نجونو او میرمنو نیول،شکنجه کول د انزوا په لور د طالبانو تګ یقینی کوی*
   *شینکۍ کړوخیل:د حجاب په بهانه د نجونو او میرمنو نیول،شکنجه کول د انزوا په لور د طالبانو تګ یقینی کوی*

“`په ولسی جرګه کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې شینکۍ کړوخیل سره مرکه“` «د حجاب په بهانه د نجونو او میرمنو نیول،شکنجه کول او کومې تګلارې چې طالبانو د افغانو میرمنو د محدودولو لپاره غوره کړی انزوا ته ددوى تګ یقینی کوی چې بین المللی ټولنه یې بیا په رسمیت نه پېژنی او تاوان […]

“`په ولسی جرګه کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې شینکۍ کړوخیل سره مرکه“`

«د حجاب په بهانه د نجونو او میرمنو نیول،شکنجه کول او کومې تګلارې چې طالبانو د افغانو میرمنو د محدودولو لپاره غوره کړی انزوا ته ددوى تګ یقینی کوی چې بین المللی ټولنه یې بیا په رسمیت نه پېژنی او تاوان یې ددوى حاکمیت اوافغانستان ته رسېږی…»

پورته خبرې په ولسی جرګه د کابل د خلکو پخوانۍ استازې د افغان ښځو خبرې آژانس سره په ځانګړې مرکه کړې دی،پوره مرکه لاندې لوستلى شٸ.

افغان ښځو خبری آژانس:آغلې کړو خیل په پیل کې کولاى شٸ د طالبانو د رژیم څخه مخکې په افغانستان کې د خپل سیاسی فعالیتونو په اړه خپلې تجربې او لیدونه شریک کړئ؟ په دې موده کې دښځو لپاره مهمې لاسته راوړنې او ننګونې کومې وې؟

شینکۍ کړوخیل:د طالبانو راتګ څخه د مخه افغانو میرمنوهمیشه په طول د تاریخ کې خوندی ژوند نه درلوده،جیګې-ټېټې یې په ژوند کې ډېرې وې،کله یې لاسته راوړنې او کله یې شاتګ درلود.

زه فکر کوم بیا هم ښځو پیشرفت کاوه ځینی فرصتونه او امکانات د دوى لپاره برابرېدل چې دوى وکولى شی پرمختګ وکړی،په مسایلو کې ښکېلې پاتې شی،ورو-ورو په ټولنه کې مهمې شی او خپل ځاى پیدا کړی که د یوې سرمایه ګذارې په شکل وی،که د یوې لیکوالې په شکل وی،یواستادې،یوې سیاستوالې او یا هم په لوړواجرائیوی پوسټونو کې وی.

یعنې په مختلفو پوسټونو او برخو کې میرمنو خورا تجربې ترلاسه کړلې او ښې وځلېدلې;اما دا امکانات د ټولو میرمنو لپاره یوشان نه وو خو د ځینو لپاره وو چې ښه ګټه هم ترې واخیستل شوه،حکومتونو هم احساس د مسٶلیت کاوه او امکانات یې برابرول خو دومره امکانات او منابع نه وې چې ټول ورته یو شان لاسرسى ولری.

افغان ښځو خبری آژانس:تاسو د اګسټ ١۴پورې څه دنده پرغاړه لرله؟ اوکله چې کابل دطالبانو لخوا د اګسټ په ١۵تاریخ ونیول شو تاسو چیرې وٸ؟څه احساس مو درلود؟

شینکۍ کړوخیل:کله چې جمهوری نظام سقوط شو او طالبان راغلل زه په ولسی جرګه کې د کابل د خلکو استازی وم او دا مې دریم ځل و چې په ولسی جرګه کې د ولس استازې وم.په هغه ورځ چې د اګسټ پنځلسمه وه او د یکشنبې ورځ وه نو ١١بجې زه مطمٸینه شومه چې کابل سقوط ته روان و ځکه زمونږ ولسوالیانې محاصرې لاندې وې او محاصرینو خپله تسلیمی طالبانو ته ورکوله.

زه په کابل کې وم معلومدار دا یو ښه وضعیت نه و.

کله چې په یونامعلومه حالت کې انتقال د قدرت یا صلاحیت کېږی; نو لومړۍ چې څوک په تشویش کېږی هغه افغانې میرمنې دی.

ځکه چې دوى په معاملاتو او معادلاتو برخه نه دی،دوى په دې تصمیم کې شریکې نه دی،دوى نه پوهېږی چې راتلونکی کې به ددوى په مورد کې څه تصامیم نیول کېږی او دوى سره به څه کېږی؟ځکه تېرجنګی حالت کې معلومه شو چې د نجونو مکتب وسوځول شو چېری چې طالبانو موجودیت درلود دوى کار نشو کولى نو قراٸین داسې معلومېده چې د میرمنو په ګټه به نه وی نو دا یوه ستره اندېښنه او تشویش و چې هرې افغانې میرمنې سره به و او ماسره هم.

افغان ښځو خبری آژانس:په افغانستان کې د سیاسی انتقال او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کاناډا ته د تللو پریکړه موڅنګه او کله وکړه؟

شینکۍ کړوخیل:زه خو په هماغه اوله هفته کې د کابل څخه ووتم او بیا دوه هفتو کې کاناډا ته لاړم ځکه زما درې ماشومان هلته وو نو ددې لپاره بل مې ځاى نه خوښاوه او د خپلو دریو ماشومانوڅنګ ته کاناډا ته لاړم.

افغان ښځو خبری آژانس:د یوه پخوانی افغان سیاستوالې په توګه، څه شی په سیاست کې د ګډون لپاره و هڅولی، او د افغانی ټولنې او په ځانګړې توګه د ښځو د ښه والی لپاره مو کوم کارونه تر سره کړی؟

شینکۍ کړوخیل:سیاست ته زما راتګ ډېر ناڅاپی او دفعتنی فیصله و ځکه چې ما کومه اراده او نیت نه درلود.

د دوستانو په مشوره او تشویق باندې ،دا چې مونږ شااخوا شل کاله وروسته د پارلمان خاوندان کېدو نو ما فکر وکړ د میرمنو په ژوند کې کومې ټېټې-جګې چې دی په اصطلاح زیاتى چې ورسره کېږی که زه وکړى شم د قوانینو له لارې ددوى حقونه په قانون کې خوندی پاتې شی او بیا دوى وکولى شی دهغه په اساس خپل ژوند وکړی نو دې زه وهڅولم چې ددوى خوندیتوب د قانونګذاری لارې تضمین کړم نو سیاست ته مې مخه وکړه.

د لاسته راوړنو په توګه په لومړۍ ځل د افغانستان په تاریخ کې مونږ هغه قانون تنظیم کړ چې هرډول تاوتریخوالى او زورزیاتى د میرمنو په وړاندې باید جرم وګڼل شی او کله چې یو کار جرم وګڼل شی نو معلومدار د هغې لپاره به مجازات وی ترڅو هغه کسان چې زیاتى کوی او احساس د مسٶلیت هم نه کوی او احساس د جوابګویی هم نه لری له قانون څخه وډار شی,له دې ناوړه عمل څخه لاس واخلی او د ښځو انسانی حقونو ته درناوى وکړی.

نو د تاوتریخوالى په وړاندې مبارزې قانون یوه ښه لاسته راوړنه وه،یا د اهل تشعیو په قانون کې د ښځو د حقونو خوندی کول چې تقریباً ۵٢مادې یې درلودې تغییر وکړ،همداراز ځینی لوى انکشافی برنامې او پالیسیانې جوړې شوې مثلا د ښځو د پیاوړتیا لس کلن پلان و چې NAPWAنومېدلوچې د پارلمان کې ښځینه وکیلانو په کابینې باندې تصویب کړ،همدا رنګ د میرمنو ونډه په انتخابی کورسیو کې چې پارلمان و دا یوه ښه لاسته راوړنه وه،د میرمنو راتګ کابینې ته چې څلورو میرمنو ته ورسېده،هر ولایت کې یوه میرمن په حیث د معاوینې انتخابېدله،د حکومت په بدنه کې ٣٠سلنه میرمنو د ادارې اصلاحاتو کمیسیون له لارې لاره پیدا کړه او په رهبری کې تر١٠سلنه پورې ورسېدلې او دې ته ورته زیاتې لاسته راوړنې وې.

افغان ښځو خبری آژانس:تاسو طالبانو سره د سولې مذاکراتو په وخت کې د ښځو دحقونو په اړه ډېرې ناستې وکړې د ښځو په تړاو ددوى نظر څه و؟آیا دوى ښځو حقونو په اړه نرمښت ښوده؟که هو نو څه سبب شو چې دوى پر ښځو محدودیتونه ډېر کړی او له تاسو سره د کړیو ژمنو خلاف چلند وکړی؟

شینکۍ کړوخیل:مونږ طالبانو سره کومه ناسته نه ده کړې او نه تللې یم،بلکې نورې میرمنې تللې وې.

هغه هٸیت د طالبانو چې په دوحه کې و معلومدار زه فکرکوم دوى بدل شوی و یا ښه لوبه یې وکړه چې دنیا ته یې ښودل چې مونږ په دې ټولو مسایلو باندې قانع یو،مونږ بدلون کړى او مونږ به دا حقونه خوندی ساتو او شاید د دنیا غفلت و چې ددوحې په هوکړه کې ورباندې ونه لیکله چې دوى باید دا پلی کړی.او هغه هٸیت چې په دوحه کې وو په کافی اندازه نرمتره ول او اوس هم طرفداره د اصلاحاتو دی خو اوس په واک کې نه دی او نه خاص ارزښت لری دوى نه استفاده وشوه او نه دومره واک لری ترڅو وکړى شی هغه تصامیم چې ځینی کسان یې نیسی وننګوی.

افغان ښځو خبری آژانس:ستاسو شالید ته په پام سره، تاسو به په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دمخه د ښځو عمومی وضعیت څنګه تشریح کړئ؟ په هغه وخت کې تاسو د ښځو د حقونو په برخه کې کوم پرمختګ یا خنډونه لیدلی؟

شینکۍ کړوخیل:ما مخکې هم وویل چې افغانو میرمنو وضعیت په مجموع کې دومره بد نه و امکانات مو دومره نه درلودل جنګی حالت و او زیاته بودجه په جنګ مصرفېدله ته د خلکو د په هوساینې،درس،صحی خدماتو او نورو ټولنیزو خدماتو باندې،څو امنیت راشی او د خلکو ژوند خوندی شی.

په جنګی حالت کې مونږ چې څومره پرمختګ کاوه په داسې حال کې ټولنه مو مردسالاره وه،د کابینې غړی اکثره نارینه وو،پلی کوونکی یې مردانه موسسات او همکاران یې وو نو مونږ بیا هم د ننګونو سره بیا هم پرمختګ د قناعت وړ و.

افغان ښځو خبری آژانس:وروستیو سیاسی بدلونونو او واک ته د طالبانو بیرته راتګ ته په پام سره، د ښځو وضعیت څنګه ارزوﺉ؟ښځې په اوسنی رژیم کې له کومو ننګونو سره مخ دی، او دې کار په بیلابیلو سکتورونو کې د دوی پر رول څه اغیز کړې؟

شینکۍ کړوخیل:اوس وخت کې د افغانو میرمنو وضعیت خورا بد دى زه فکر کوم په اوسنی حاکمیت کې ښځې دوهمه درجه وګړی حسابېږی،هغه څوک چې حق دتصمیم نه لری او باید نور ورته تصمیم ونیسی،له دوى څخه د تصمیم او انتخاب حق اخیستل شوى دى لکه کمتره او نیمګړی انسانان چې دی .

کله چ دوى له ټولو انسانی،بشری حقونو محرومه وی نو دوى څنګه کولى شی پرمختګ وکړی؟

که هغه په سیاسی،اقتصادی او یا هم ټولنیز ډګر کې وی نو ددوى نشتون یاد سکتورونه فلج سره مخامخ کوی.

کله چې یو لاس وتړې نو په یو لاس کار کول خو به آسان نه وی.

زما په آند د میرمنو محدودل او حذفول نه یوازې دا چې ددوى په ژوند اغېز لری ،بلکې افغانستان په ثبات،پرمختګ او د افغانستان په ځان بساینې هم اثر لری.

نن سبا چې میرمنې کار نه کوی د نه کارکولو له امله د افغانستان د حکومت بودجې ته شااوخوا یومیلیارد خساره رسېږی، چې دا یو ستر تاوان دى چې دوى یې په اهمیت نه پوهېږی.

افغان ښځو خبری آژانس:ستاسو د سیاسی ژوند په اوږدو کې

د افغان میرمنو د پیاوړتیا لپاره کوم ځانګړی نوښتونه یا پروژې ترسره شوی، او دې نوښتونو د دوی په ټولنیز،اقتصادی پراختیا او سیاسی ګډون کې څنګه مرسته کړې؟

شینکۍ کړوخیل:افغانو میرمنو په شل کلنه جمهوری دوره کې ډېر فرصتونه و چې میرمنو ترې پوره ګټه واخیستله.

شااوخوا٢۵٠٠ لسانس لرونکو میرمنو بزنسونه خلاص کړی و او غیر رسمی خو خورا زیات و چې یولکو(١٠٠،٠٠٠)زیاتو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه،چې خپله یې هم ډېرې کورنۍ درلودلې نو تاسو فکر وکړٸ چې نور څومره خلک به یې په کار ګمارلی وو.

همداراز میرمنې د حکومت په ادارو،کابینه او پارلمان کې موجودې وې او رسنیو کې د میرمنو ونډه ډېره مهمه وه ځکه دوى بهتره کولى شی د ښځو د ژوند باره کې لیکنې وکړی،هغه ناخوالې راپورته کړی د ولس د افکارو بدلولو په خاطرباندې،د ګذارشونو جوړولو په خاطر باندې میرمنې ډېر ښه کولى شی خپل اهم رول ولوبوی.

همدا راز هره برخه کې میرمنو مهم او مثبت رول لوبولى چې نشو کولى سترګې پرې پټې کړو.

افغان ښځو خبری آژانس:د طالبانو د تګلارو ته په کتو نن ورځ په افغانستان کې د ښځو د حقونو او فرصتونو په وړاندې لوی خنډونه کوم دی؟

شینکۍ کړوخیل: کومې تګلارې چې طالبانو د افغانو میرمنو د محدودولو لپاره غوره کړی ستر تاوان د میرمنو لپاره لری ځکه دوى د زده کړې،کار او حق د سفر نه لری.

له میرمنو حقونه اخیستل نه تنها د میرمنو په ژوند،ددوى دکورنۍ غړو په ژوند بلکې د افغانستان په راتلونکی باندې یو منفی اغېز لری.

همداراز د ښځو محدودول دطالبانو لپاره یو ستر تاوان دى،ځکه طالبانو له خپل ولس څخه ډېر لرې شول.

هره کورنۍ کرکه لری کله چې ګوری چې لور یې د زده کړو حق نه لری،یا یو میرمن چې دکار یا د ژوند د چارو لپاره بهر وځی نو ددې په خاطر یې پلار یا ورور مجازات کېږی،یا نجونې د حجاب په بهانه بندی کول او شکنجه کول دا د ټولنې په روان باندې څومره یو منفی اغېزه لری.

همدارنګه نه یوازې په دې کارونو طالبانو له ولس څخه لرې شول بلکه انزوا ته ددوى حکومت تګ یقینی کوی، دوى ولس ناراضا کوی چې ترمنځ یې فاصلې ډېرېږی،ددوى حاکمیت ته ستره صدمه رسوی چې بین المللی ټولنه یې په رسمیت نه پېژنی چې تاون یې اصلا افغانستان ته رسېږی.

افغان ښځو خبری آژانس:د طالبانو لخوا لګول شوی محدودیتونو ته په پام سره، ښځې څنګه کولی شی د خپلو حقونو او آزادیو د ساتنې په ترڅ کې په سیاسی ډګر کې حرکت او ونډه واخلی؟

شینکۍ کړوخیل:افغانو میرمنو خو اوس هم غږ پورته کړى که هغه په داخل کې دى که له افغانستانه خارج وی په ډېر شدد سره خپل اواز پورته کوی،خپل اندېښنې شریکوی او خپل وړاندیزونه بین المللی ټولنې ته لری او ددې غوښتونکې دی چې نه طالبانو او نه هم ددوى ملاتړی نشی کولى افغانې میرمنې حذف کړی،افغانې میرمنې د پوره حقونو حقداره دی او باید دا حقونه یې خوندی پاتې شی او طالبانو بین المللی ټولنې ته یې ضمانت ورکړی څو پرطالبانو فشار راوړی چې ددې حقونو مانع ونه ګرځی.

دا چې نن تکنالوژی د خبرو اترو او پیغام رسولو ښه وسیله ده ،افغانې میرمنې ترې پوره-پوره ګټه اخلی.

افغان ښځو خبری آژانس:میرمنو پرمختګ په اړه په اوسنی شرایطو کې مثبت پرمختګونو کوم څرک شتون لری چې دوی راتلونکی ته هیلمنې کړی؟

شینکۍ کړوخیل:زه فکر کوم چې طالبان هیڅ کوم انتخاب نه لری چې په دا رقم دوام ورکړی ;ځکه پدې ډول دوام ورکولو سره خپله صدمه وینی نو دوى مجبوره دی چې پر خلکو زور زیاتى ونکړی،د خلکو مشروع آزادی ورکړی،فرصتونه ورکړی څونورمال ژوند ته مخه کړی، کار روزګار پیدا کړی،درس ووایی او فعالیتونه ولری.

که مونږ وغواړو که ونه غواړو وضعیت کې باید بدلون راشی،ځکه چې هغه هیوادونه چې طالبانو سره د نرمښت څخه کار اخلی څو طالبان فکر وکړی او یوڅه بدلون وکړی.

مونږ په دې پوهېږو چې د طالبانو په مشرانو کې هم ځینی کسان شته چې د بدلون پلوی دی یوازې څو تنه یې پخپل دریځ کلک ولاړ دی،فکر کوم چې شاید دوى داخلی تصامیم په دې باندې راشی چې هغه نفر بدل شی یایې بله چاره وکړی څو یو اندازه تغییر راشی خو وضعیت تل په همدې شکل دوام نشی پیدا کولى.

افغان ښځو خبری آژانس:تاسو اوس وخت کې په څه بوخته یاست،آیا اوس د ښځو د حقونو لپاره فعالیت کوٸ؟څه فعالیتونه کوٸ؟

شینکۍ کړوخیل:هرافغان لپاره سیاسی ژوند لومړیتوب لری،هر افغان افغان لپاره د افغان نجونو او میرمنو حقونه لومړیتوب لری.

په دې باره کې خپل نظر لری،خبرې لری،کار کوی،مجالس لری،سفرونه لری نو په همدې کې زیاتې میرمنې کار کوی څو مثبت بدلون راشی او هر افغان د انسانی ژوند څخه برخمن شی خصوصا افغانې میرمنې.

د افغانو میرمنو زده کړې،ددوى کار زده کړې او فعالیتونه د هرافغان بیا په ځانګړې توګه د افغانو میرمنو لپاره لومړیتوب لری او مونږ د همدې لپاره تلاش کوو څو یو مثبت تحول رامنځته شی.

افغان ښځو خبری آژانس:د ښځو د حقونو د مدافع په توګه، نړیواله ټولنه او سازمانونه څنګه کولی شی په دې سختو وختونو کې د افغان ښځو ملاتړ وکړی؟ ستاسو په اند کوم ډول مرستې به د مثبت بدلون په وده کې خورا اغیزمنې وی؟

شینکۍ کړوخیل:هره افغان وګړى،مدنی ټولنې ددې غوښتونکی دی چې هغه بشری ناورین چې په افغانستان کې روان دى مرسته وکړی څومخه یې ونیول شی څو وضعیت خراب نشی.

غیردولتی موسساتو سره همکاری وکړی څو خلک هم د کار خاوندان شی څو دغه موسسات وکولاى شی خلکو ته خدمات عرضه کړی او په دې سخت حالت کې د خلکو لاسنیوى وکړی. که هغه د تعلیم په برخه کې وی که د صحت په برخه کې وی بین المللی ټولنه باید خپلې مرستې ونه ځنډوی. د سیاسی ډګر کې باید افغانستان له یاده ونه باسی،د افغانستان ستونزې لپاره دوى باید یو دریځ سره غوره کړی،ځکه د نظریاتو اختلاف ددې باعث کېږی چې دا وضعیت همداسی دوام وکړی.

که چیری ملګرو ملتونه په یو نظر سره موافقه وکړی،چې وضعیت مثبت طرف ته لاړ شی.

اوس طالبان د ملګرو ملتونو د دوه ګونی دریځ نه استفاده کوی او دې حالت ته دوام ورکوی.

خو طالبانو باید په وضعیت خوشحاله نشی ځکه ولس ترې نارضا کېږی نو بیا ګټه څه شوه؟

بین المللی ټولنه باید د بشری ناورین مخنیوی اود سیاسی ثبات راتګ لپاره منځګړی توب وکړی څو بین الافغانی مذاکرات پیل شی او اختلاف نظر،تفاوتونه،ګیلې او شکوې ختمې شی او په مشترکه توګه د سیاسی حل لپاره کار وشی،ځکه د خبرو اترو پرته بله چاره نه لرو.

افغان ښځو خبری آژانس:ستاسو په نظر، افغان میرمنې باید د هیواد د راتلونکی په جوړولو کې څه رول ولوبوی، او په اوسنیو شرایطو کې د تصمیم نیونې په بهیر کې د هغوی غږ څنګه لوړاو څرګند شی؟

شینکۍ کړوخیل: تاریخ او افغانو میرمنو ثابته کړه چې هیڅوک به افغانې میرمنې له خپل نظر نه ونه غورځی یا به یې له تصامیمو څخه لرې ونه ساتی. د افغانستان د راتلونکی لپاره باید افغانې میرمنې پر هر مېز باندې فعاله حضور ولری،په مهمو تصامیمو کې شریکې شی او ددوى خبرو ته باید غوږ ونیول شی ځکه دوى پوهېږی چې دوى لپاره څه بهتره دی.

مونږ ترخه تجربه تېره کړه او امیدواره یم چې ترخې تجربې پاى ته ورسرېږی او مثبتې تجربې ولرو.نو د افغانې میرمنې غږ شتون او ددوى برابر حق څوک هېرولى نشی.

افغان ښځو خبری آژانس:تاسو ولیدل چې د طالبانو سره د سولې مذاکراتو پرمهال ښځې هم د افغان حکومت د مذاکراتی ټیم غړې وې؟

آیا فکر نه کوٸ چې طالبانو سره سوله د ښځو د حقونو په بیه وشوه؟ که داسې نه ده نو ولې طالبانو حکومت ښځې تر فشار لاندې نیولی او زیات حقونه یې ورته نه ورکوی؟

شینکۍ کړوخیل:د طالبانو سره د مذاکراتو پلاوی کې څلور میرمنې وې دا په دې معنا چې مطلق د نارینه و ټیم نه و، بلکې میرمنو هم پکې ګډون درلوده خو متاسفانه اصلا مذاکراتی ټیم په دې ونه توانېده چې دوى سره د سولې په ارتباط خبرې-اترې وشی،دوى سره تبادل نظر وشی او په یوې مواقفې ته سره ورسېږی.

دوى صرف په ځینو طرزالعملونو،اصولو او پرنسیپونو باندې کار وکړو،اما اصلی موضوعات چې باید پرې بحث شوى وى طالبانو هغې ته غاړه کېنښوده او وخت کشی یې وکړه.

ځکه دوى شاید مطمٸینه وو چې کله دا خلک(امریکا او متحدین یې) وځی مونږ به دا فشارونه راوړو ځکه امریکایانو شاید دا ډاډ هم ورکړى و چې دا سیسټم به د سقوط سره مخ کېږی او تاسې به راځٸ.

ددوى د هوکړې نه معلومېده چې طالبان به بدون دقیدو شرط حاکمان کېږی،نو په هیڅ صورت جمهوریت د ښځو په حقونو معامله نه کوله او نه یې کولى شوه.

اوس چې کوم زور زیاتى کېږی که دوى همداسې فکر کوی،که دوى په بې خبری حالت کې وی،که خپله شخصی تنګ نظری وی او که غیرمسٶلانه برخورد وی په هر صورت دا یو درست او مناسبه کار نه دى;ځکه په دې کې تاوان همدوى کوی، هم یې ملت کوی او هم یې افغانستان ته زیان رسېږی.

افغان ښځو خبری آژانس:څه ددې سبب شول چې طالبانو وخت کشی وکړی، د ښځو حقونو ته غاړه کېنږدی؟

آیا ستونزه د حکومت مذاکراتی ټیم د ښځینه و غړو کې وه چې ویې نشو کړاى چې د خپلو همجنسو حقونو لپاره لابی وکړی،ورڅخه دفاع وکړی،که ستونزه له مخکې د امریکا لخوا د طالبانو سره شوی توافق کې وه او که ستونزه د طالبانو په اذهانو کې وه چې تغییر یې نه کاوه؟

شینکۍ کړوخیل:زما په آند باندې د مذاکراتی ټیم ستونزه نه وه،که هغه نارینه وو که ښځینه وو،اصلا بحث ونشو ځکه چې طالبانو مطمٸینه وو او کېداى شی چې ددوى حامیانو اوامریکا ورته ډاډ ورکړى و چې مونږ وځو نو کله چې دوى مطمٸین شو چې وځی نو لازمه یې نه ګڼله چې افغان حکومت پلاوی سره کېنی او په راتلونکی باندې بحث وکړی.

زه فکر کوم کومه معامله چې صورت موندلې وه دهغه په خاطرباندې دوى ظاهراً همدا ډول رول ولوباوه اما په حقیقت کې یې هٸیت سره کېناستل لازم ونه ګڼل او فکر یې کاوه چې کله امریکا وځی،افغان حکومت سره مرسته نکوی او خودبخوده دا سبب د سقوط ګرځی او مونږ به قدرت لاسته راوړو نو ولې دوى قدرت کې شریک کړو نو دا وخت کشی همدې لپاره وه څو طالبان کامل قدرت لاسته راوړی.

افغان ښځو خبری آژانس:تاسو د افغان میرمنو د ځواکمنولو او د ملت په بیارغونه کې د دوی د فعاله ګډون د یقینی کولو لپاره کومې تګلارې یا اقدامات وړاندیز کوئ؟

شینکۍ کړوخیل:افغانې میرمنی چې څنګه او کوم رولونه لوبولى شی دا د افغانې میرمنې پورې ارتباط لری.

دوى ته باید په هره پرېکړه کې حق ورکول شی څو وکولى شی خپل انتخاب او خپل پیشنهاد ولری.

ځکه افغانه میرمن پرته له شکه ددې وړتیا لری چې د نارینه و پشان د افغانستان د رغاونې،پرمختګ،د ځان بساینې لپاره مثبت،قوی اوفعاله رول ولوبوی.

نو طالبان،بین المللی ټولنه او راتلونکی حکومتونه باید افغانو میرمنومخه ونه نیسی بلکې فرصتونه ورته برابر کړی،په ټولو تصامیم کې ورته ونډه ورکړی تر څو ټول وګړی په مشترکه توګه دا وطن آباد کړی،د هرې مداخلې مخه ونیسی،یوبل سره د تفاهم ژبه پیدا کړی.

ځکه مونږ چې هرڅومره اختلاف په نظامی فعالیتونو باندې حل کړو حلېږی نه،لا ژور کېږی.نو یوازنۍ لار د خبرو اترو،تفاهم او ناستو لارده چې نر او ښځه باید سره کېنی او افغانستان ته نجات ورکړی.

شینکۍ کړوخیل سره د افغان ښځو خبری آژانس لخو ځانګړې خبرې اترې.