طالبانو په کندهار او نورو ولایتونو کې د نوروز او لمریز کال پر نمانځلو بندیز اعلان کړ
طالبانو په کندهار او نورو ولایتونو کې د نوروز او لمریز کال پر نمانځلو بندیز اعلان کړ

دا چې نوی لمریز کال را په رسیدو دى خو د لمانځل خبره یې ناممکین شوی دی او طالبان وایې”چې د نوی لمریز کال یا نوروز لمانځل «ناروا» دی. د کندهار ولایت اوسیدونکی له نظره، د ۱۴۰۲نوروز یا نوی کال د تیرو کلونو په څیر نه دی: “سږکال اقتصاد نشته. موږ نشو کولی په سمه […]

دا چې نوی لمریز کال را په رسیدو دى خو د لمانځل خبره یې ناممکین شوی دی او طالبان وایې”چې د نوی لمریز کال یا نوروز لمانځل «ناروا» دی.

د کندهار ولایت اوسیدونکی له نظره، د ۱۴۰۲نوروز یا نوی کال د تیرو کلونو په څیر نه دی:
“سږکال اقتصاد نشته. موږ نشو کولی په سمه توګه ولمانځو او نشو کولی لاړ شو او د ځان او کورنۍ لپاره جامې واخلو٠”

د اقتصادی ستونزو تر څنګ د طالبانو محدودیتونو هم د نوروز د لمانځلو مخه نیولې ده.

نوریه حیا خبرگزاری زنان افغان ته وویل: “هېڅوک په سمه توګه لمانځنه نه شی کولی، یو وخت به د کندهار په میله ځایونو کې د کندهار ښار خلکو د لوړولو مراسم ترسره کېدل، خو سږ کال داسې نه ده، چې طالبان یې په لوړولو وخت نه لګوی.

خو د نوروز لمانځل ولې مهم دی; د نوروز اهمیت ځکه د پام وړ دی چې د سیمې د تمدن او کلتور برخه ده، له کوم ځای څخه نه ده راغلې، بلکې دلته جوړه شوې ده. او دلته د خلکو عزت، درناوی او ستاینه کیږی، نو دا زموږ په کلتور، ادب او تاریخ کې خورا ځانګړی ځای لری.”

خو ډېری وایی، چې په کندهار کې طالبانو کورنۍ، په تېره بیا ښځې د تفریح ​​ځایونو، رستورانتونو، لرغونو ځایونو ته له تګ او د موسیقۍ له اورېدلو منع کړی دی.

ډېری عام خلک وایی، چې د نوروز لمانځل په سیمه کې د یوه لرغونی دود یوه برخه ده او طالبان نه شی کولای د محدودیتونو په لګولو سره د خلکو له ذهنونو څخه د نوروز لمانځلو مفکوره له منځه یوسی.

تاسو پوهېږئ چې له پېړیو راهیسې په هېواد کې د نوی لمریز کال لومړۍ ورځ عمومی رخصتی ده، خو طالبانو دغه رخصتی د هېواد له کلیز څخه لرې کړه او ټول دولتی مامورین اړ دی چې په دې ورځ خپلو دندو ته حاضر شی.

طالبان د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال په اوړی کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل. سمدلاسه وروسته ، دوی د نوروز لمانځلو لپاره عامه رخصتی لغوه کړه. خو د طالبانو یوه ویاند ویلی چې خلک کولای شی نوروز ولمانځی.

طالبانو د نوروز جشن د لمریز کال جشن د افغانستان له کلیزې هم حذف کړی دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#