طالبان په کندهار کې له ښځو څخه غلا کوی
طالبان په کندهار کې له ښځو څخه غلا کوی

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې د جنایی پېښو له زیاتېدو وروسته سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې یو شمېر وسله وال طالبان په یو شمېر غلاوو کې لاس لری. دا خبره د سه شنبې په ورځ د “حمل په ۲۲مه” د طالبانو د امنیتی چارواکو له خوا د دغې ډلې جنګیالیو ته […]

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې د جنایی پېښو له زیاتېدو وروسته سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې یو شمېر وسله وال طالبان په یو شمېر غلاوو کې لاس لری.

دا خبره د سه شنبې په ورځ د “حمل په ۲۲مه” د طالبانو د امنیتی چارواکو له خوا د دغې ډلې جنګیالیو ته استول شوی، ویل شوی چې یوه جنګیالی د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د څو ښځو قیمتی توکی غلا کړی دی.

په دغه خبر کې چې یوې امنیتی سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته وویل چې طالب جنګیالی په دې پلمه ښځې په زوره په موټرو کې سپاری چې د طالبانو د مشرانو په وړاندې امنیتی ستونزې رامنځته کړی او میدان ته راوبلل شی. او په لیرې پرتو سیمو کې د دوی پیسې او قیمتی شیان اخلی.

سرچینه زیاتوی، چې ورته پېښه څو ورځې وړاندې په عینومین ښار کې هم شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار کې طالبانو تل د دغه ولایت اوسېدونکی د غلاوو له امله وهلی دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#