عدالت ته د ښځو د لاسرسی په اړه څیړنیز راپور
عدالت ته د ښځو د لاسرسی په اړه څیړنیز راپور
په افغانستان کې عدالت ته د ښځو لاسرسى د مختلفو فکتورنو له مخې اغېزمن شوى چې دکلتوري،سياسي،تاريخي او کله کله د اقتصادي لاملونو تر اغېزې لاندې ښځې عدالت ته له لاسرسي محرومېږي.

په افغانستان کې عدالت ته د ښځو لاسرسى د مختلفو فکتورنو له مخې اغېزمن شوى چې دکلتوری،سیاسی،تاریخی او کله کله د اقتصادی لاملونو تر اغېزې لاندې ښځې عدالت ته له لاسرسی محرومېږی.

خو اوس وخت کې تر هر څه زیات د طالبانو سیاست چې د ښځو په وړاندې یې کاروی عدالت ته ددوى لاسرسی په برخه کې لوى خنډ دى.طالبان هڅه کوی دې بې عدالتۍ ته دینی رنګ ورکړی او ځینی وخت بیا دا بې عدالتی په افغانی کلتور تپی چې هڅه کوی په دې توګه د ښځو په وړاندې ځپونکی پالیسۍ په کلتوری توګه توجیه کړی.

د ښځو په وړاندې د طالبانو ځپونکی پالیسی تقریباً له ښځو ټول حقونه اخیستی او پرته د صحی سکتور اوپه (ډیره کم کچه )د ښوونې او روزنې برخې پرته د کور او ګور اصطلاحاتو ته یې عملی جامه وراغوستې ده.

د نورو برخو سربېره طالبانو د بیا ځلی واکمنۍ راهیسې عدالت ته د ښځو لاسرسى په بشپړ ډول له منځه وړى دى،چې آن په عادی لاریونونو هم تر زندانه رسېږی او شکنجه کېږی .د افغان ښځو خبری آژانس دا څېړنېز راپور چې د طالبانو ترحاکمیت لاندې عدالت ته د ښځو لاسرسی تر عنوان لاندې د رسنیز کارکونکو لخوا لیکل شوى د طالبانو حکومت کې د افغان ښځو عدالت او قضایی سیسټم ته لاسرسى تر مطالعې لاندې نیسی چې په مختلفو اړخونه لکه د طالبانو قضایی سیسټم او محاکمو اصول، ښځینه پولیسو،ښځینه څارنوالانې،ښځینه مدافع وکیلانو،د افغانستان په زندانونو کې د ښځینه بندیانو شمېراو هغوى سره د طالبانو چلند او ددوی قضایی سیستم جوړښت او سرچینې او هغه عوامل چې عدالت ته یې د افغان ښځولاسرسی محدود او له منځه وړی له ٢٠٢١اګسټ څخه تر ٢٠٢٣کال ډسمبر میاشتې تر ٢٠نېټې پورې ترڅېړنې لاندې نیسی.

که حه هم د طالبانوپه حکومت کې عدالت ته د لاسرسی په اړه رواداری په نوم یو بنسټ یو څېړنېز راپور خپور کړی خو هغه یوکلی راپور دی چې د طالبانو عدالتی سیسټم د نارینه او ښځینه دواړو په وړاندې ددوی چلند تشریح کوی خو دا راپور چې د افغان ښځو خبری آژانس لیکلی او په اړه یې څېړنه کړې یوازې عدالت ته د ښځو لاسرسی وضعیت تر څېړنې لاندې نیسی.

په دې څېړنې کې به لاندې پوښتنې ځواب شی:

۱-په جمهوری دورې کې عدالت ته د ښځو لاسرسی وضعیت څنګه و اواوس د طالبانو ترحاکمیت لاندې څنګه دی؟

۲-کوم فکتورنه عدالت ته دښځو لاسرسی اغېزمنوی؟

۳-طالبانو څنګخ او د کومو کارونوپه وسیله عدالت ته د ښځو لاسرسی محدود کړی؟

Loader Loading...
EAD Logo Taking too long?

Reload Reload document
| Open Open in new tab
  • نویسنده : پروین تورپیکی مستعار نوم
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان