“فریدیم نو”: ملګری ملتونه باید په افغانستان کې د خپلو ښځینه کارکوونکو له حقونو څخه په کلکه دفاع وکړی
“فریدیم نو”: ملګری ملتونه باید په افغانستان کې د خپلو ښځینه کارکوونکو له حقونو څخه په کلکه دفاع وکړی

خبرگزاری زنان افغان: د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې میشت د بشری حقونو سازمان “فریدیم نو” یا “Freedom Now” له ملګرو ملتونو غوښتی چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې دې د ښځو پر وړاندې د تبعیض په وړاندې کلک دریځ غوره کړی. دغه بنسټ پرون “پنجشنبه د ثور ۲۱” د یو […]

خبرگزاری زنان افغان: د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې میشت د بشری حقونو سازمان “فریدیم نو” یا “Freedom Now” له ملګرو ملتونو غوښتی چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې دې د ښځو پر وړاندې د تبعیض په وړاندې کلک دریځ غوره کړی.

دغه بنسټ پرون “پنجشنبه د ثور ۲۱” د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې د هغه څه په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه چې طالبانو د ښځو د کار د منع په اړه د ملګرو ملتونو له لوری توافق بللی و.

“فریدیم نو” ویلی دی چې د ملګرو ملتونو د کار دوام په داسې حال کې چې طالبانو په دغه سازمان کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی “د ملګرو ملتونو د منشور د جنسیت د برابرۍ له اصولو څخه سرغړونه ده.”

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز په پراخه کچه غندلی دی.

ملګرو ملتونو چې مخکې یې له افغانستان څخه د دغه سازمان د وتلو د احتمال خبرداری ورکړی و، څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او له ننګونو سره سره به له دغه تړونه ووځی.

خبرگزاری زنان افغان