لاریونکونکی ښځو نړۍ ته: طالبانو ته چوپتیا او تاوان ورکول ښځو ژوندۍ ښخولو ته ورته دی
لاریونکونکی ښځو نړۍ ته: طالبانو ته چوپتیا او تاوان ورکول ښځو ژوندۍ ښخولو ته ورته دی

خبرگزاری زنان افغان: د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ په یوه لاریون کې له طالبانو سره د چلند په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو نیوکې وکړې. د دغه غورځنګ غړو نن “سه شنبه د جوزا ۲مه” په یوه ویډیویی ټیپ کې ویلی، چې د افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نږدې دوه […]

خبرگزاری زنان افغان: د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ په یوه لاریون کې له طالبانو سره د چلند په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو نیوکې وکړې.

د دغه غورځنګ غړو نن “سه شنبه د جوزا ۲مه” په یوه ویډیویی ټیپ کې ویلی، چې د افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نږدې دوه کاله تېرېږی او ښځې لا هم په خپلو کورونو کې بندیانې دی او د دوی په وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د دې په ویلو سره چې د افغانستان د نفوس نیمایی برخه ښځې له ټولنې څخه ایستل شوی دی، دا حرکت ټینګار کوی چې د نړیوالې ټولنې دومره جدی دریځ د دې لامل شوی چې طالبان د پخوا په پرتله “ډیر وحشی او وحشتناک” عمل وکړی.

د دغه حرکت د غړو په وینا، طالبانو ته د چوپتیا دوام او د تاوان ورکول نه یوازې دا چې د ازادۍ، عدالت، ډیموکراسۍ او نړیوالو قوانینو خلاف کار دی، بلکې د افغان مېرمنو ژوندی ښخول هم دی.

دغه مظاهره کوونکې میرمنې وایی: له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې له طالبانو سره پټې معاملې پای ته ورسوی او د بشری حقونو سرغړونکو او پیژندل شویو مجرمینو ته د میلیونونو ډالرو مرستې له لیږلو ډډه وکړی.

د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د تګلارې پر ضد دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږی، چې دغې ډلې په افغانستان کې د خپل واک له پیل راهیسې د بشری حقونو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې د نړۍ هېڅ غوښتنې نه دی منلی.

خبرگزاری زنان افغان