لغمان: د موټر چپه کیدو له امله پینځه تنه ټپیان شوی
لغمان: د موټر چپه کیدو له امله پینځه تنه ټپیان شوی

لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ اړوند تودې چینې سیمه کې د موټر چپه کیدو له امله پینځه تنه زخمیان شوی دی چې د لغمان مرکزی روغتون ته رسول شوی. د لغمان ولایت د ترافیکو مدیر مولوی حبیب الله مبارز په یاده پیښه کې د پنځو تنو د ټپی کیدو خبر تایدوی او وایی چې پیښه […]


لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ اړوند تودې چینې سیمه کې د موټر چپه کیدو له امله پینځه تنه زخمیان شوی دی چې د لغمان مرکزی روغتون ته رسول شوی.

د لغمان ولایت د ترافیکو مدیر مولوی حبیب الله مبارز په یاده پیښه کې د پنځو تنو د ټپی کیدو خبر تایدوی او وایی چې پیښه د سرک د خرابوالی له امله راپیښه شوې ده.
د بادپښ طالب ولسوال مولوی محمد انعام خالد هم رسنیو ته وویلی چې د وروستیو اورښتونو له امله ولسوالۍ ته غزیدلی سړک ویجاړ شوی دی چې خلک د تګ راتګ ستونزو سره مخ دی.

د تېرې یوې میاشتې راهیسې په لغمان او نورو ختیځو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله سیلابونه رواتلی چې لوې او فرعی لارې یې خرابې کړی.