لښکرګاه کې بې پولې ډاکټران: په خوارځواکۍ د اخته کسانو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی
لښکرګاه کې بې پولې ډاکټران: په خوارځواکۍ د اخته کسانو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی

خبرگزاری زنان افغان: د بې سرحده ډاکټرانو موسسه وایی، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د دې موسسې د روغتیایی ټیم د ناسم چلند له امله د ناروغانو شمېر د اندېښنې وړ دی. دغه سازمان نن “پنجشنبه، ثور ۲۷مه” په یوه ټویټ کې لیکلی چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې په هلمند کې […]

خبرگزاری زنان افغان: د بې سرحده ډاکټرانو موسسه وایی، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د دې موسسې د روغتیایی ټیم د ناسم چلند له امله د ناروغانو شمېر د اندېښنې وړ دی.

دغه سازمان نن “پنجشنبه، ثور ۲۷مه” په یوه ټویټ کې لیکلی چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې په هلمند کې د خوارځواکۍ د درملنې په مرکزونو کې د ۱۰۶۱ ماشومانو درملنه کړې ده.

د بې سرحده ډاکټرانو په وینا، دا احصایه د ٢٠٢١ په پرتله ٣٢٪ زیاتوالی او د ٢٠٢٢ په پرتله ١۶٪ زیاتوالی ښیې.

دغه سازمان زیاته کړې چې روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسی ننګونه او همدارنګه سخت اقتصادی بحران، خوارځواکی لا پسې زیاتوی.

د بې پولو ډاکټرانو سازمان ویلی، په داسې حال کې چې ډېری افغانان د لومړنیو خوراکی توکو د برابرولو توان نه لری، خو روغتون ته د رسېدو لپاره د سفر د لګښتونو برابرول ستونزمن دی.

بې سرحده ډاکټرانو ټینګار کړی چې ناروغان باید وکولای شی خپلو کورونو ته نږدې درملنه وکړی.

د دغه سازمان په خبره، روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسی د اسانتیا لپاره په ولسوالیو کې د پام وړ او سمدستی پانګونه او د روغتیایی مرکزونو د بنسټیزو تاسیساتو ښه والی ته اړتیا ده.

په دغو څلورو میلیونو کسانو کې ۸۷۵ زره ماشومان چې په سختې خوارځواکۍ اخته دی، ۲.۳ میلیونه نسبتاً حاد ماشومان او ۸۴۰ زره امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې شاملې دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته فقر او لوږه زیاته شوې او مالی مرستې پرې شوې دی. ویل کیږی چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری.

خبرگزاری زنان افغان