ملګری ملتونه: هیڅ رژیم په دې سازمان کې د ښځو د کار کولو څخه منع کړی نه دی
ملګری ملتونه: هیڅ رژیم په دې سازمان کې د ښځو د کار کولو څخه منع کړی نه دی

خبرگزاری زنان افغان: د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د مجلس یو شمیر غړو، د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر مایک مک کیل په شمول، د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې د دغه سازمان د دایمی اقدام غوښتنه کړې ده. د اسلامی امارت لخوا د ښځو د […]

خبرگزاری زنان افغان: د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د مجلس یو شمیر غړو، د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر مایک مک کیل په شمول، د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې د دغه سازمان د دایمی اقدام غوښتنه کړې ده. د اسلامی امارت لخوا د ښځو د کار کولو د منع فرمان سره سخت مخالفت کری دی.

دغو جمهوری غوښتونکو او دیموکراتانو استازو په خپل لیک کې ویلی چې هیڅ رژیم په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز نه دی لګولی.

له بلې خوا دغو استازو زیاته کړه چې د اسلامی امارت له لوری د ښځو د کار ممانعت د افغان ښځو له اساسی حقونو څخه سرغړونه ده او په دې هېواد کې د اړتیا وړ بشری هڅې له خطر سره مخامخ کوی.

په دې لیک کې د امریکا د استازو جرګې غړو دا هم ویلی چې د نارینه وو له خوا د بشری مرستو رسول یوازې د افغان ښځو او نجونو په ځپلو کې مرسته کوی او له عامه ژوند څخه یې بې برخې کوی.

دوی دا هم ویلی چې د ښځینه مرستندویه کارکونکو پرته، افغان میرمنې نشی کولی د ژوند ژغورنې بشری مرستې ترلاسه کړی او ډیر ماشومان به له زیان سره مخ شی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړو ویلی، چې د مرستو په بهیر کې د ښځو له بشپړې ونډې پرته، غیر دولتی موسسې به ونشی کولای اړمنو خلکو ته په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کړی.

خبرگزاری زنان افغان