نصیراحمد فایق: یوناما باید د راه قلم بنسټ د مسوول شخص د خلاصون لپاره کار وکړی
نصیراحمد فایق: یوناما باید د راه قلم بنسټ د مسوول شخص د خلاصون لپاره کار وکړی

خبرگزاری زنان افغان: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازی سرپرست نصیر احمد فایق له یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی دفتر له مرستیال څخه غوښتی چې د راه قلم بنسټ د مشر او د نجونو د تعلیم په برخه کې د یوه فعال مطیع الله ویسا د خلاصون لپاره […]

خبرگزاری زنان افغان: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازی سرپرست نصیر احمد فایق له یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی دفتر له مرستیال څخه غوښتی چې د راه قلم بنسټ د مشر او د نجونو د تعلیم په برخه کې د یوه فعال مطیع الله ویسا د خلاصون لپاره کار وکړی.

ښاغلی فایق نن سهار “سه شنبه د حمل ۸ مه” په خپل ټویټر کې لیکلی چې ویسا یو رښتینی هېوادپال دی چې د ټولو لپاره د پوهنې په ملاتړ د خپلو خلکو خدمت کوی.

مطیع الله ویسا په کابل کې د اوسنی حکومت د ځواکونو له خوا نیول شوی دی. هغه زده کړو ته د هلکانو او نجونو د لاسرسی په برخه کې فعال دی. د ویسا تر مشرۍ لاندې بنسټ چې د (قلم لاره) په نوم یادېږی په ځینو لرو پرتو سیمو کې ګرځنده ښوونځی جوړوی.

تر اوسه د نوموړی د نیول کېدو لامل او انګیزه نه ده څرګنده او نه هم حکومتی غړو په دې اړه رسنیو ته څه ویلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت سرپرست حکومت د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل نیولى و، چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو د تړلو پر ضد یې اعتراض کړى و.

په همدې حال کې د نجونو د تعلیم ملاتړی ښاغلی ویسا په کابل کې نیول شوی، څه باندې ۵۵۴ ورځې کېږی چې حکومت له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی. همدارنګه ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکول کیږی چې پوهنتونونو ته ولاړ شی او په کورنیو او بهرنیو نادولتی موسسو کې کار وکړی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#