سرچینې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هوایی برید خبر ورکوی. یوې سرچینې خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې دغه برید د پنجشنبې په شپه د سنبلې ۱۷ مه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه لوا شوی دی. د دغه هوایی برید په پایله کې د طالبانو د […]
سرچینې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هوایی برید خبر ورکوی.
یوې سرچینې خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې دغه برید د پنجشنبې په شپه د سنبلې ۱۷ مه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه لوا شوی دی.
د دغه هوایی برید په پایله کې د طالبانو د لوا د قومندان په ګډون ۲۱ تنه نور طالبان وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه پوځی مرکز کې پر مرګ ژوبلې سربېره یو شمېر تاسیسات هم سوځېدلی دی.
که څه هم سرچینه په دې پېښه کې د یو شمېر وسله والو طالبانو د ټپی کېدو پخلى کوی، خو د ټپیانو د کره شمېر په اړه څه نه وایی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد ځینې برخې د هوایی بریدونو شاهدې دی.
تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو وخت په وخت پر امریکا د افغانستان له هوایی حریم څخه د سرغړونې تورونه لګولی، خو په خپلواکه توګه دغه بریدونه نه تاییدوی.
خبرگزاری زنان افغانستان