په بلخ ولایت کې طالبان وایې: شیعه ګان دې د سترې محکمې له اعلان سره سم اختر ولمانځی
په بلخ ولایت کې طالبان وایې: شیعه ګان دې د سترې محکمې له اعلان سره سم اختر ولمانځی

خبرگزاری زنان افغان: د بلخ ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې طالبانو د سترې محکمې له اعلان وروسته په دغه ولایت کې له شیعه دینی عالمانو غوښتی، چې کوچنی اختر له سنی اتباعو سره یوځای ولمانځی. دغو سرچینو د “حمل په ۲۶مه” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې د بلخ د استیناف محکمې مسوولینو د […]

خبرگزاری زنان افغان: د بلخ ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې طالبانو د سترې محکمې له اعلان وروسته په دغه ولایت کې له شیعه دینی عالمانو غوښتی، چې کوچنی اختر له سنی اتباعو سره یوځای ولمانځی.

دغو سرچینو د “حمل په ۲۶مه” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې د بلخ د استیناف محکمې مسوولینو د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پرون د شیعه ګانو یو شمېر دینی عالمان احضار کړی وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو د دې ډلې د سترې محکمې له اعلان او د کوچنی اختر له لیدلو وروسته له دوى څخه د کوچنی اختر د لمانځلو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم په ځینو مواردو کې شیعه اتباعو خپل اختر د سنی اتباعو یوه ورځ وروسته لمانځه.

باید یادونه وشی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره، دغې ډلې تل پر مذهبی او قومی لږکیو بندیزونه لګولی دی.

خبرگزاری زنان افغان