خبرگزاری زنان افغان: د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د یوه مسافر وړونکی بس او باروړونکی موټر ترمنځ د ټکر له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان شوی دی. دا پېښه نن “پنجشنبه د جوزا په ۱۸ مه” د کلات ښار اړوند د “تیږې پل” […]
خبرگزاری زنان افغان: د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د یوه مسافر وړونکی بس او باروړونکی موټر ترمنځ د ټکر له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان شوی دی.
دا پېښه نن “پنجشنبه د جوزا په ۱۸ مه” د کلات ښار اړوند د “تیږې پل” په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د زابل د ولایتی روغتون سرطبیب نذیراحمد حریفال وایی، د احمدشاه ابدالی مسافر وړونکی شرکت ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له یوه مازدا موټر سره ټکر کړی دی.
د حریفال په وینا، په دې پېښه کې د نارینه او ښځو په ګډون نهه تنه مړه او ٣١ نور ټپیان شوی دی. هغه زیاته کړه، چې ټپیان په ولایتی روغتون کې تر درملنې لاندې دی. هریفال د ټپیانو د روغتیایی حالت په اړه څه ونه ویل.
د زابل ولایت سیمه ییزو وسله والو طالبانو ددی پېښی د لامل په اړه څه نه دی ویلی.
د موټر چلوونکو بې احتیاطی، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلولو د اصولو نه مراعتول په هېواد کې د ترافیکی پېښو اصلی لاملونه بلل کېږی.
خبرگزاری زنان افغان