د سرپل په ولایت کې د طالبانو ډلې سیمهییزې چارواکی خبر ورکړی ده چې د دغه ولایت په سوزمه کلا ولسوالۍ کې یوه شل کلن هلک ځان وژنه کړې ده.
په سرپل کې د طالبانو ډلې امنیې قومندانۍ پرون د وری په ۷مه نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه هلک په خپل کور کې ځان ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
دغه ځوان حمیدالله نومېده او له خپلې کورنۍ سره تر لفظی شخړې وروسته یې ځان وژنه کړې ده.
په هېواد کې د ځوانانو د ځان وژنې اصلی لاملونه کورنۍ تاوتریخوالی، بیوسی او ناوړه اقتصادی ستونزې بلل شوی دی.
د افغانستان د ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس