په کندهار ولایت کې ښځې او نجونې د طالبانو له بنديزونو لاس په سر شوي دي
په کندهار ولایت کې ښځې او نجونې د طالبانو له بنديزونو لاس په سر شوي دي

په کندهار ولایت کې ښځې او نجونې له بېکارۍ سره لاس او ګریوان دي او وايي چې دا وضعیت به تر کومه دوام وکړي، دوی له نړۍ هم غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دغه وضعیت حل کړي. د کندهار ولايت اوسېدونکې: خوشبو قريشي له اتو کلونو راهيسې په غير دولتي ادارو کې کار کوي […]

په کندهار ولایت کې ښځې او نجونې له بېکارۍ سره لاس او ګریوان دي او وايي چې دا وضعیت به تر کومه دوام وکړي، دوی له نړۍ هم غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دغه وضعیت حل کړي.

د کندهار ولايت اوسېدونکې: خوشبو قريشي له اتو کلونو راهيسې په غير دولتي ادارو کې کار کوي او د خپلو وروڼو او خويندو سرپرسته ده.

هغه خبرگزاری زنان افغان ته وویل: په شخصي ژوند کې ډېرې ستونزې لرم، پلار مې هم ناروغ دی، درملنه یې نه شم کولای، درمل ته اړتیا ده او درمل پیسې دي، چې نه شته. حقوق هم نه لرو، که همداسې دوام وکړي، موږ له یوه ستر بحران سره مخ یو. لکه څنګه چې اوس یو، په روحي او جسمي توګه مړه یو، ژوندي نه یو، دا دوه میاشتی چی پر موږ باندی کارونه بند دي نو موږ په زندان کې یو.

طالبانو مخکې له دې چې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګوي، د ښځو پر کار او زده کړو یو لړ نور محدودیتونه هم لګولي دي.

له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع دي، دوی پوهنتونونو او نورو عامه ځایونو لکه جمنازیمونو، پارکونو او د ښځو عامه حمامونو څخه منع دي.

حجاب لازمي ګرځول شوی او ویل شوي چې له شرعي محرم څخه پرته له ۷۰ کیلومترو څخه زیات سفر نشي کولای.

که څه هم د طالبانو دغې پرېکړې په هېواد کې دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي، خو د دوی په پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

تر دې وړاندې یو شمېر نړیوالو خیریه موسسو په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې د دغه هېواد تر نیمايي ډېر نفوس، یعنې ۲۸ میلیونه وګړي د لوږې له خطر سره مخ دي.

په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه نظرونه هغه وخت زیات شول چې یو شمیر نړیوالو مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه وځنډول.

طالبانو په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو د منع کولو سربیره، په مرستندویه ادارو کې د کار کولو مخه هم نیولې ده.

خبرگزاری زنان افغان