په کندهار کې د سرګلولې د چاودنې له امله دوه نجونې او دوه هلکان ټپیان شوی دی
په کندهار کې د سرګلولې د چاودنې له امله دوه نجونې او دوه هلکان ټپیان شوی دی

دکندهار ولایت سیمه ئیز مقامات وایی چې ددغه ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې دجګړې څخه د وتلو په حال کې دیوه توغندی دچاودنې له امله دوه نجونې او دوه هلکان ټپیان شوی دی . سرچینې نن “دوشنبه د غبرګولی ٢٢مه” له خبرگزاری زنان افغان سره په خبرو کې وویل، چې دا پېښه د دغه ولایت […]

دکندهار ولایت سیمه ئیز مقامات وایی چې ددغه ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې دجګړې څخه د وتلو په حال کې دیوه توغندی دچاودنې له امله دوه نجونې او دوه هلکان ټپیان
شوی دی .

سرچینې نن “دوشنبه د غبرګولی ٢٢مه” له خبرگزاری زنان افغان سره په خبرو کې وویل، چې دا پېښه د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په ‘سلیم کارېز سیمه’ کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوی، چې چاودنه د یوه راکټ په مټ شوې ده.

د هغه په ​​وینا، د دې پېښې قربانیان د ١٢ او ١۵ کلونو ترمنځ ماشومان دی.

سرچینې زیاته کړه، چې مرمۍ هغه مهال وچاودېد، چې ماشومانو یې موندلې او لوبې یې کولې.

خبرپاڼه کاږی، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایی وضعیت یې ښه دى.

تر اوسه سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دی ویلی.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناچاودو ماینونو چاودنې تل ملکی وګړی په ځانګړې توګه ماشومان وژنی.

ویل کیږی چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کیلومتره خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه ده.

خبرگزاری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan