په کندهار کې د ماین چاودنه؛ درې وروڼه او خویندې ووژل شول
په کندهار کې د ماین چاودنه؛ درې وروڼه او خویندې ووژل شول

خبرگزاری زنان افغان: د کندهار ځایی سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوی دی. دغې سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته ویلی، چې دا پېښه د کندهار ښار د پنځمې امنیتی حوزې اړوند د “ګران حاجی عزیز” په سیمه کې رامنځته […]

خبرگزاری زنان افغان: د کندهار ځایی سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوی دی.

دغې سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته ویلی، چې دا پېښه د کندهار ښار د پنځمې امنیتی حوزې اړوند د “ګران حاجی عزیز” په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ “دوشنبه د ثور په ١٨مه” هغه مهال رامنځته شوه، چې دوو هلکانو او یوې نجلۍ په حوزه کې د ماین له چاودنې سره لوبې کولې.

سرچینې زیاته کړه، چې دغه ماشومان ټول د یوې کورنۍ غړی دی. ټول درې ماشومان د ۹ او ۱۳ کلونو ترمنځ وو.

بلخوا د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حفیظ صابر هم دغه پېښه تاییدوی او ګوهرشاد رسنیو ته ویلی، چې دغه ماشومان او کورنۍ یې په دې وروستیو کې له بلې سیمې څخه دغه کور ته تللی وو.

ښاغلی صابر په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل او ویې ویل: “موږ په دې اړه څېړنې کوو، د جزئیاتو له بشپړېدو وروسته به یې له رسنیو سره شریک کړو.”

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه ماین په دغه کور کې څنګه انتقال شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په کندهار ولایت کې د ورته پېښو له امله ګڼ شمېر ملکی وګړی، چې ډېرى یې ماشومان وو، د ماینونو د چاودنو قربانی شوی او له جګړې څخه پاتې شوی مهمات وژل شوی دی.

خبرگزاری زنان افغان