خبرگزاری زنان افغان: په کندهار کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې مېرمنې ځان وژنه کړې ده. دغه مېرمن چې زرینه نومېږی، د “ثور په ٣٠مه” د شنبې په شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د څلورمې امنیتی حوزې اړوند د ګنیبادۍ په سیمه کې ځان زندۍ کړ. ځایی سرچینې […]
خبرگزاری زنان افغان: په کندهار کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې مېرمنې ځان وژنه کړې ده.
دغه مېرمن چې زرینه نومېږی، د “ثور په ٣٠مه” د شنبې په شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د څلورمې امنیتی حوزې اړوند د ګنیبادۍ په سیمه کې ځان زندۍ کړ.
ځایی سرچینې وایی، زرینه ۲۲ کلنه وه او د کندهار د معروف ولسوالۍ اصلی اوسېدونکې وه.
د زرینې مېړه د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته وویل چې مېرمن یې روانی ناروغی لری.
د زرینې جسد د طالبانو له خوا عدلی طب ته انتقال شو، خو د وهلو او شکنجې نښې یې په بدن کې نه وې لیدل شوې.
د زرینې د ځان وژنې علت لا هم معلوم نه دى.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دی.
خبرگزاری زنان افغان