کندهاری نجونې: وخت مو ضایع کېږی، طالبانو باید د زده کړو اجازه دې راکړل شی
کندهاری نجونې: وخت مو ضایع کېږی، طالبانو باید د زده کړو اجازه دې راکړل شی

خبرگزاری زنان افغان: د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیل سره سم د شپږم ټولګی ځینې زده کوونکې نجونې له طالبانو د حکومته څخه غواړی چې دوی ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړی. همدارنګه د اتم ټولګې آسیه وایې: ” کله چې د تعلیمی کال څخه هر ورځ تیریږی او ګورم چې هلکان ښوونځیو […]

خبرگزاری زنان افغان: د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیل سره سم د شپږم ټولګی ځینې زده کوونکې نجونې له طالبانو د حکومته څخه غواړی چې دوی ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړی.

همدارنګه د اتم ټولګې آسیه وایې: ” کله چې د تعلیمی کال څخه هر ورځ تیریږی او ګورم چې هلکان ښوونځیو ته ځی او هر څه یې چې زړه وغواړی کوی یې، دا واقعا ما دردوی زه ډېر بد احساس کوم. کله چې ګورم زما ورور ښوونځی ته ځی نهیلی کېږم.”

د خبرو پر مهال یې ستونې راډکېږی خو بیا هم ژوند کوی او غواړی مبارزه وکړی.

نوموړې زیاتوی: “ورور مې راته وایی، له تا پرته ښوونځی ته نه ځم، زه ترې غېږ چاپېر کړم او ورته وایم ته ځه زه به هم درسره یو ځای شم.”

د ښوونځی دغو نجونو زدکوونکې چې د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه کومې تمې لرلې، د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د لا نورو ځپونکو بندیزونو پر لګولو له منځه تللې دی.

اوس دوی د پخوا په څېر د کوم بدلونه تمه نه لری.

دغه زده کوونکې وایی، که دوی ته د ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنه‌ کړل شی، شپږ کلنې زده کړې به یې په اوبو لاهو شی.

په ورته مهال، د منځنیو ښوونځیو او لېسو ځینې زده کوونکې د خپلو ښوونځیو له تړل پاتې کېدو اندېښمنې دی او وایی چې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی.

یو شمېر کورنۍ هم د طالبانو له سرپرست حکومته څخه غواړی چې، د نجونو متوسطې او لېسې هم پرانیزی.

دوی وایی، لوڼې یې ښوونځیو ته د نه تګ له امله له روانی ستونزو سره مخ شوې دی. له څه باندې نولس میاشتو راهیسې له شپږم ټولګی پورته زده‌کوونکې نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې شوی او دغې مسئلې ته له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره لا هم د یادو ښوونځیو برخلیک نه دی روښانه شوی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#