کندهار : نن د شپږم ټولګی نجونې د وروستی کلنی ازموینې سره په اوښکو ډک سترګو کور ته ولارى
کندهار : نن د شپږم ټولګی نجونې د وروستی کلنی ازموینې سره په اوښکو ډک سترګو کور ته ولارى

خبرگزاری زنان زنان افغان: نن ” دوشنبه د جوزا ١۵مه” چې په دغه میاشت کې په ګرمو سیمو کې د تعلیمی کال پای ته رسېدو سره د شپږم ټولګیو نجونې ځکه په ژړا کورونو ته ستنې شوې، چې د طالبانو د بندیزونو له وجې ښایی بیا ښوونځیو ته د تللو چانس ونه مومی. د حسنات […]

خبرگزاری زنان زنان افغان: نن ” دوشنبه د جوزا ١۵مه” چې په دغه میاشت کې په ګرمو سیمو کې د تعلیمی کال پای ته رسېدو سره د شپږم ټولګیو نجونې ځکه په ژړا کورونو ته ستنې شوې، چې د طالبانو د بندیزونو له وجې ښایی بیا ښوونځیو ته د تللو چانس ونه مومی.

د حسنات په نوم اووم ټولګی ته تلونکې زده کوونکې په اوښلنو سترګو تعلیم سره د دښمنۍ د دوام علت پوښتی: «دوه کاله پوره شول، چې زموږ تعلیم ګروګان شوی، موږ څه ګناه کړې او ولې هېڅوک ځواب نشی راکولی!؟»

دا په داسې حال کې ده، چې اوسنی حکومت تېره اوونۍ د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو د سازمان کمېټې ته په یوه لیک کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په تړاو ټول تورونه رد کړل او ویې ویل، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوی.

دغه راز په داسې حال کې چې د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو حکومت دغه کړنه د بشریت ضد جنایت بولی، له ۶٠٠ څخه زیاتې ورځې کېږی چې حکومت له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی.

همدارنګه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

خبرگزاری زنان افغان