یوه میرمن او ماشومه د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست ساتونکو لخوا په ډزو زخمې شوې
یوه میرمن او ماشومه د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست ساتونکو لخوا په ډزو زخمې شوې

یوه میرمن او ماشومه د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست ساتونکو لخوا په ډزو زخمې شوې د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د پاسپورټ ریاست د ساتونکو په ډزو کې یوه ښځه او یوه اووه کلنه ماشومه ټپی شوې ده. عبدالرازق قاضی زاده چې د ټپی شوی میرمن خپلوان دی وایی چې دوی دپاسپورټ اخیستلو […]

یوه میرمن او ماشومه د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست ساتونکو لخوا په ډزو زخمې شوې
د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د پاسپورټ ریاست د ساتونکو په ډزو کې یوه ښځه او یوه اووه کلنه ماشومه ټپی شوې ده.
عبدالرازق قاضی زاده چې د ټپی شوی میرمن خپلوان دی وایی چې دوی دپاسپورټ اخیستلو په موخه بایومتریک لپاره تللې وو چې امنیتی مسولینو لخواوویشتل شوو.
په دې اړه د لغمان ولایت د رسنیو مسوول وایی:( د پاسپورټ مدیریت مخې د یو مجاهد له ټوپکه سهواً ډزې شوی چې په پایله کې یې دوه میرمنې ټیپانې شوی).
دا پیښه نن مازیګر رامنځته شوې. چې د میرمنې حالت د تشویش وړ ښودل شوې.
یاده دې وی چې زینب عبدالهی په نوم میرمن هم پرون د طالبانو له لورې وژل شوې وه