خبرگزاری زنان افغان: د نیمروز ولایت سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د څو ساعته نښتې خبر ورکړی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه جګړه نن سهار شاوخوا “پنځه بجې” د نیمروز ولایت له مرکز څخه د سیداباد په […]
خبرگزاری زنان افغان: د نیمروز ولایت سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د څو ساعته نښتې خبر ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه جګړه نن سهار شاوخوا “پنځه بجې” د نیمروز ولایت له مرکز څخه د سیداباد په سیمه کې د “حمل په ٢٠مه نېټه” پیل شوې او لا هم دوام لری.
د دې نښتې یوه ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، چې د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه ښیی.
سرچینه زیاتوی، چې د نښتې پر مهال د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی او دواړو لورو له درنو وسلو کار اخیستی دی.
د طالبانو امنیتی چارواکو د دې جګړې په تړاو څه نه دی ویلی، خو د طالبانو اړوند یو شمېر کاروونکو ویډیوګانې خپرې کړی او ویلی یې دی چې په نیمروز ولایت کې یې د داعش پټنځای په نښه کړی دی.
خبرگزاری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan